د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د لوګر نوماندان: د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو اعلان د منلو وړ نه دی


د سې شنبې په ورځ د لوګر څخه ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو د یوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له‌خوا د یاد ولایت د لومړنیو پایلو اعلان شوی لېست دوی ته د منلو وړ نه دی.

نوماندانو زیاتوله، د ټاکنو کمېسیون په خپلو لومړنیو پایلو کې هغه کسان بریالي اعلان کړي چې یا يې رأې کمې وې او یا هم د شکایاتو کمېسیون د هغو مرکزونو رأیې باطلې اعلان کړې وې چې ډېری رأيې يې د دوی وې.

د معترضو نوماندانو شمېر چې ۲۳ تنه وو، په استازیتوب يې یو تن نوماند نصرت الله وفا د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون په عنوان یو پرېکړه لیک ولوست چې په یوه برخه کې يې داسې راغلي وو:

"د لوګر ولایت د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون ته، د ولسي جرګې د بریالیو نوماندانو په لومړني ليست کې د داسو کسانو نومونه اعلان شوي چې یا په‌دې ولایت کې هېڅ رأیه نه‌لري او یا يې په هغو سایټونو کې رأيې وړي چې ستاسو له لوري باطلې شوې وې، موږ نېږدې ټول نوماندان یو ځل بیا د شکایتونو له کمېسیونه په جدي ډول د باطلو شویو رأیو سیسټم ته داخلېدو وضاحت غواړو او هم په یادو سایټونو کې د متقلبینو د ژر تر ژره نیولو او محاکمې غوښتنه لرو."

په پرېکړه‌لیک کې نوماندانو غوښتنه کړې چې یوازې دې بایومټریک رأيې وشمېرل شي او سل فیصده رأيې دې له سره تفتیش شي.

معترضو نوماندانو ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه کسان بریالي اعلان کړي چې یا يې رأيې لږې وې او یا هم د هغوی د رأیو مرکزونه د شکایاتو د کمېسیون له‌خوا باطلې اعلان شوي وو.

له لوګره د ولسي جرګې یو تن نوماند فرهاد اکبري وايي، که د ټاکنو کمېسیون په خپله پرېکړه له سره کتنه ونه‌کړي، نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د خالد مومند په نوم یو بل نوماند د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لومړني لېست کې د بریالیو کسانو د نوملړ اعلانېدل د یاد ولایت او خلکو په حق کې بې عدالتي وبلله او ويې ویل چې دوی ته یوازې هغه رأیې د منلو دي چې بایومټریک شوي وي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم د ټاکنو کمېسیون له‌خوا له اعلان شویو پایلو ناخوښه دي او وایي، که ټاکنو کمېسیون د خلکو رأیو ته ارزښت ورنه‌کړي نو په راتلونکي کې به په ټاکنو د خلکو باور له منځه لاړ شي.

مدني فعال خوشال حسن وايي، اعلان شوې پایلې دوی لپاره د منلو نه‌دي او که د نوماندانو او خلکو شکایتونو ته پام ونشي، نو خلک به د ولسمشری او ولایتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ګډون ته زړه ښه نه کړي.

لوګر کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسؤلین هم د یادو نوماندانو شکایتونه پر ځای بولي او وایي، د ټاکنو کمېسیون له‌خوا د دوی پرېکړه نه‌ده عملي شوې.

د یاد کمېسیون مشر رحمت الله حقمل وايي، که د دوی د کمېسیون پرېکړې عملي شي، نو دوی باور لري چې د لوګر د بریالیو نوماندانو په وروستي لېست کې به تغیر راځي.

په لوګر کې د ولسي جرګې نوماندان داسې مهال د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې خلاف غږ اوچتوي چې یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ د لوګر د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د لومړنیو پایلو په لېست کې ښکاري چې ټولو نویو کسانو ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې ده، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له لوګر څخه۳۵ کسان یادو څلورو څوکیو ته نوماندان وو.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG