د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۱۱

پښتون بالر یاسر شاه د ټېسټ لوبو ۸۲ کلن ریکارډ مات کړ


د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پښتون توپ اچوونکي (بالر) یاسر شاه په ټېسټ لوبو کې ۸۲ کلن زوړ ریکارډ مات کړ.

یاسر شاه دا ریکارډ د ابوظبۍ په شېخ زید کرکټ لوبغالي کې د نيوزلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې په درېيمه ورځ په دوهمه پاڼۍ کې د نيوزلينډ د سمرویلي په سوځولو جوړ کړ او تر ۸۲ کالو وروسته لومړی لوبغاړی شو چې یوازې په ۳۳ ټېسټ لوبو کې ۲۰۰ ويکټې اخلي.

تر یاسر شاه وړاندې دا ریکارډ د استرالیا کلیي ګریمټ سره و.

نوموړي دا ریکارډ ۸۲ کاله وړاندې پر ۱۹۳۶میلادي کال په ۳۶ لوبو کې د ۲۰۰ چټکو ويکټو په اخیستو جوړ کړی و.

په ټېسټ لوبو کې د چټکو ۲۰۰ ویکټو ریکارډ تر جوړولو مخکې یاسر شاه د نيوزلينډ پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې د پاکستان د پخواني کپتان عمران خان په يوه لوبه کې د ۱۴ وېکټو اخيستلو ريکارډ هم برابر کړی و.

عمران خان چې پر ۱۹۹۲میلادي کال کې یې د کرکټ د نړېوالو یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ګټلی و او دا مهال د پاکستان صدراعظم دی، د ياسر شاه د نوي ريکارډ له امله هغه ته مبارکي ورکړې ده.

عمران خان
عمران خان

ښاغلي خان پر خپلې ټوېټرپاڼې یاسر شاه ستایلی چې نه یوازې د هغه ریکارډ یې مات کړ، بلکې په ټېسټ لوبو کې یې د ۲۰۰ چټکو ویکټو اخیستو ریکارډ یې هم خپل کړ.

که څه هم یاسر شاه د نیوزلینډ په خلاف په درېیمه ټېسټ لوبه کې ۸۲ کلن زوړ ریکارډ مات کړ، خو لوبډلې یې په دغه ټېسټ لوبه کې ماته وخوړه او نیوزلینډ لوبډلې ترې د ۳ ټېسټ لوبو لړۍ ۲.۱ وګټله.

د نیوزلینډ لوبډلې د جمعې په ورځ د دغې ۳مې سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې پاکستان ته د ګټلو لپاره یوازې د ۲۸۰ منډو هدف ورکړ چې د پاکستان لوبډلې پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې یوازې د ۱۵۶ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې په ۱۲۳ منډو وبایلله.

تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲ ټېسټ لوبې شوې وې چې یوه یې پاکستان او یوه یې نیوزلینډ ګټلې وه.

د یادونې وړ ده چې د نیوزلینډ کپتان کېم ویلیمسن په ۳مې سیالۍ کې د خپلې ښې لوبې له امله د ۳مې ټېسټ لوبې او یاسر شاه په ټیسټ لوبو کې د ۲ ریکارډونو د جوړولو له امله د ټورنمنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG