د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

اختر محمد: لوږې او مجبورۍ اړ کړم څو کوچنۍ لور مې وپلورم


اختر محمد چې په خټه د بادغیس دی خو اوس هرات ته نېږدې، د بې ځایه شویو کورنیو لپاره په یوه کمپ کې اوسېږي.

هغه وايي چې تر وچکالۍ مخکې یې دهقاني کوله، خو څو کاله کېږي چې کاریزونه او نهرونه یې وچ دي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې داسې سخته وچکالي په څو لسیزوکې نه‌ده لیدل شوې.

اختر محمد د ازادي راډیو ته خبریال ته وویل چې بې کارۍ پوروړی کړ او سوکه – سوکه داسې حالت ته را ورسېد چې نور، چا پور هم نه ورکاوه او کوچنیان یې وږي ويده کېدل.

اختر محمد ویلي:

"زه له بدې ورځې مجبور شوم چې کوچنۍ لور مې خرڅه کړم."

دا چې یو څوک خپل ماشوم خرڅوي ښايي د ډېرو خلکو لپاره د زغملو وړ خبره نه‌وي خو اختر محمد د خپلې دې پرېکړې د دفاع لپاره وايي: "ما له لوږې دا کار وکړ."

اختر محمد یو څلور کلن زوی هم لري.

هغه خپله دوه نیم کلنه ماشومه په یونیم لک افغانۍ خرڅه کړې ده.

د اختر محمد شوخه او سور-سري لور لا په خپل کور کې ده ځکه هغه چا چې دا یې اخېستي نیمه بیه پرې کړې ده.

دا ځوان بادغیسی پلار وايي چې یوه بله لار دا وه چې خیرات ټول کړي، خو د خیرات په پېسو د یوې کورنۍ ګېده نه مړېږي.

ملګري ملتونه وايي، د اکټوبر له میاشتې راهیسې په بادغیس او هرات کې ۱۶۱ کوچنیان چې له یوې نیمې میاشتې تر ۱۶ کلونو عمر لري، د پيسو په بدل کې خرڅ شوي یا د ولور په بدل کې واده شوي دي.

د دې سازمان په وینا، ډېرې مېندې او پلرونه په دې ډول ځانونه له پوره خلاصوي او ګزاره ورباندې کوي.

په بادغیس، هرات او غور کې د وچکالۍ له امله ۲۲۳ زره کسان له خپلو سیمو کډه شوي دي.

د افغانستان حکومت وايي چې هرات ته نېږدې په دې کمپ کې تقریباً ۱۲۰۰۰ کورنۍ مېشتې دي.

د حکومت په وینا، خلک په‌دې کمپ کې ځکه پراته دي چې د مرستې مواد ترلاسه کولای شي.

نړیوالې خیریه ادارې وايي چې وخت نا وخت یې په داسې کمپونو کې اوسېدونکو ته خوراکي مواد، کمپلې او نور ضروري مواد ور وېشلي دي.

خو د هرات ښار په څنډه کې کې د دې کمپ ډېر اوسیدونکي وایي چې هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.

په دې کمپ کې یوه بل پلار، محمد حنیف د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې له لوږې یې خپله لور په ۱۲۰ زره افغانۍ خرڅه کړه.

محمد حنیف ویلي:

"هغه دلته، په دې کمپ کې پېدا شوې وه او همدلته مو په بل چا خرڅه کړه. تاسو قضاوت وکړئ، دا ښه وه چې یو ماشوم مې له لاسه ولاړ شي که ټول؟"

XS
SM
MD
LG