د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ناټو: د افغاستان وضعیت ستونزمن دی ځکه د یو شمېر بریدونو شاهدان وو


د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د غړېو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او په‎دې هېواد کې د سولې په روانو هڅو بحث کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې دمخه لا یو ځل بیا وویل چې:

"د افغاستان وضعیت ستونزمن دی او موږ په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر بریدونو شاهدان یو."

خو هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونو ثابت قدم دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي امریکايي جنرال کینېټ مکېنزي د سې شنبې په ورځ د متحده ایالتونو سنا ته ویلي، که د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د استخدام او روزنې په تړاو د ستونزو د حل لپاره بیړنی اقدام ونه‌شي، د هغوی د تلفاتو شمېر ښایي له ادارې ووزي.

نن به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د کابل پر وخت پنخه بجې او دېرش دقیقې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکري.

همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر به هم د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په‎دې غونډه کې ګډون ولري.

سکاټ مېلر
سکاټ مېلر

‎تمه ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د خپلې هغې ژمنې پخلی هم وکړي چې ویلي یې وو، افغان ځواکونه به تر ٢٠٢٤ میلادي کال پورې تمویل کړي او همدا راز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ به وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په‌داسې حال کې سره راغونډېږي چې په افغانستان کې د ١٧ كلنې جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې تر پخوا زیاتې شوي دي. ‎

خو د دغو هلو ځلو سره- سره طالبانو تر اوسه له حکومت سره د سولې نېغ په نېغه خبرو ته چمتووالی نه‌دی ښودلی.

دا مهال د ناټو غړي او متحدان په افغانستان د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې تر ۱۶ زرو زیات سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشوره او ملاتړ برابروي.

په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د افغانستان په اړه په تفصیلي بحث پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG