امریکايي جنرال کینیټ مکېنزي ویلي، که د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د استخدام او روزنې په تړاو د ستونزو د حل لپاره بېړنی اقدام ونهشي، په افغانستان کې د هغوی د تلفاتو شمېر له ادارې وځي.
جنرال مکېنزي دا خبرې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېتې ته کړي دي.
دا پېژندل شوی جنرال د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې د مشرتابه لپاره نومول شوی چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ فعالیت اداره کوي.
ناټو تړون په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړ او د افغانستان د امنیت ټینګولو مسوولیت په بشپړ ډول، د افغانستان ملي اردو او پولیسو ته وسپارل شو.
له هغه راهیسې د افغانستان د کورنیو ځواکونو زرګونه عسکر او پولیس د وسلهوالو طالبانو په حملو کې وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې وویل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له پېل راهیسې چې د امنیت مسوولیت د افغان ځواکونو غاړې ته ور لوېدلی، تر ۲۸ نیم زره زیات پولیس او عسکر وژل شوي دي.
دا اول وار و چې د افغانستان د دولت مشر د خپلو امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر اعلان کړ.
امریکايي جنرال کینېټ مکېنزي پرون، سې شنبې د ډېسمبر ۴مه، د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې ته ویلي چې که وټاکل شي، په افغانستان کې د ناټو د ماموریت او امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سټېن مېلر سره په ګډه به د افغان امنیتي ځواکونو د استخدام او روزنې پروګرامونو ته کتنه او د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
جنرال مېکنزي ویلي چې دې ته باید دقت وشي چې افغانان په څه ډول خپل ځواکونه د یوه ماموریت د سرته رسولو لپاره تیاروي او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه سخت جنګېږي، خو که ستونزې حل نهشي د هغوی د تلفاتو مخنیوی به ګران وي.
هغه د سنا غونډې ته ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه لاهم نهشي کولای چې په کلکه د وسلهوالو طالبانو په وړاندې ودرېږي، په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو شمېر په ۶۰ زره اوړي او په وروستیو کلونو کې یې ثابت پرمختګ کړی دی.
جنرال مکېنزي زیاته کړې چې که د افغانستان امنیتي ځواکونه پهدې وخت کې یوازې پاتې شي، ګومان نهکوي چې له افغانستانه په دفاع کې به بریالي شي خو ویې نه ویل چې امریکايي ځواکونه باید تر کله په افغانستان کې پاتې شي.
د امریکا ولسمشر او د کانګرس ډېرو غړي دا نه پټوي چې په افغانستان کې له روانې جګړې چې په کال کې شاوخوا ۴۵ میلیارد ډالر ورباندې لګوي، ستړي شوي دي.
د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ په وروستیو کې د افغانستان جګړه له بنبست سره مخامخ وبلله.
جنرال کینېت مکېنزي هم د هغه خبره تکرار کړه او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د سیاسي جوړجاړي هڅې به نتيجه ورکړي.
که د امریکا کانګرس جنران کېنېت مکېنزي تأیید کړي، هغه به د جنرال جوزف ووټل ځای ونیسي چې تقاعد کوي.