د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن په غونډه کې د ایران د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام په اړه بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په غونډه کې د ایران د بالیستیک توغندیو پر دغه پروګرام بحث وروسته له هغې کوي چې ډیپلوماتانو پهدې وروستیو کې ایران د دغو توغندیو پر نوې ازموینې تورن کړ.
د امنیت شورا نننۍ غونډه د فرانسې او بریتانیا په غوښتنه رابلل شوې ده.
- امریکا
د امریکا متحده ایالاتو وویل چې ایران د تېرې شنبې په ورځ د دغو توغندیو چې مختلف سروکې لېږدولی شي، نوې ازموینه ترسره کړه چې هغه د ایران د اټمي تړون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له پرېکړهلیک څخه سرغړونه ده.
واشنګټن له دغه تړونه وتلی دی.
دغه پرېکړهلیک له ایرانه غواړي چې د هغو توغندیو له ازموینې لاس واخلي چې اټمي وسلې لېږدولی شي.
- فرانسه
فرانسې وویل چې د تهران لهخوا ترسره شوې ازموینې ته اندېښنه لري او د بهرنیو چارو وزارتیې هغه یو لمسوونکی او بېثباته کوونکی اقدام بللی چې په خبرهیې دغه ازموینه له ایران سره د شوې معاملې په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱م پرېکړهلیک سره سر نهخوري.
- بریتانیا د بریتانیا د بهرنیو چاروزیر جرمي هانټ هم د میزائیلو دغه ازموینه پارونکې، ګواښوونکې او له پرېکړهلیک څخه سرغړوونکې بللې او غوښتنهیې کړې چې دا ډول ازموینې باید بندې شي.
خو ایران په ټینګار سره ویلي چې د توغندیو پروګرامیې یوازې دفاعي اهداف تعقیبوي او د اټمي وسلو د لېږدولو لپاره نهدي پلان شوي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیه د ایران د دغه دریځ ملاتړ کوي.
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک له اروپایي اتحادیې غوښتي چې د ایران د میزائیلو د پروګرام په خاطر پر تهران بندیزونه ولګوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به هم پهدې اړه په بروکسل کې له خپلو اروپایي سیالانو سره خبرې وکړي.
متحده ایالاتو د روان کال په مې میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ او د اروپایي شریکانو خلافیې پر دې هېواد بندیزونه بېرته ولګول.
د دغه تړون پاتې پنځو لاسلیک کوونکو، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې د دغه تړون په ملاتړ د اروپایي اتحادیې د هغو هڅو هم ملاتړ کړی چې له ایران سره د سوداګرۍ اړیکو د ساتلو لپاره د پیسو د انتقال لپاره یو ځانګړی سیستم رامنځته کوي.