د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي عمران خان ته د ډونالد ټرمپ د ليک لېږل منلي


د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تأیید کړه چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان صدراعظم ته یو لیک استولی او د افغانستان د سولې په مسئله کې یې له هغه د مرستې غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان ته په یوه استولي لیک کې له هغه د افغانستان د سولې په مسئله کې د مرستې غوښتنه کړې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم تأیید کړه چې ټرمپ دغه لیک عمران خان ته استولی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چودري له څرګندونو وروسته چې لومړی ځل‌یې د دغه لیک او له پاکستانه د افغانستان د سولې په هڅو کې د امریکا د ولسمشر د مرستې مسئله رسنیو ته په ډاګه کړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ټرمپ په دغه لیک کې له صدراعظم عمران خانه غوښتنه کړې چې پاکستان دې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د خبرو د هڅو ملاتړ وکړي چې په بدل کې به‌یې له دې هېواد سره ترینګلې اړیکې بېرته ورغوي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی څرګند شوی، عمران خان ته د ټرمپ له‌خوا د استول شوي لیک مسئله تأیید کړې او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ په دغه لیک کې دا منلې چې پاکستان دا وړتیا لري چې په خپله خاوره کې د طالبانو امن ځایونه له‌منځه یوسي.

په لیک کې دغه‌راز روښانه شوې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان مرسته د امریکا او پاکستان د پایداره شراکت د رامنځته کولو لپاره اساسي ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ دا منلې چې دغې جګړې امریکا او پاکستان دواړو ته تاوان رسولی.

ټرمپ ټینګار کړی چې پاکستان او متحده ایالاتو ته په‌کار ده چې د ګډ کار کولو او د شراکت د نوي کولو لپاره فرصتونه ولټوي.

دغه وزارت دغه‌راز ویلي چې پاکستان دې ته ژمن دی چې د ښه نیت له مخې د سولې لپاره د اسانتیاوو برابروونکی رول ولوبوي.

د پاکستان د اطلااتو وزیر فواد چودري روېټرز ته وویل چې ولسمشر ټرمپ د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

امریکایي چارواکو له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان فشار راوستی چې د طالبانو مشران چې د واشنګټن په وینا، د پاکستان په خاوره کې اوسي، د خبرو مېز ته حاضر کړي.

له پاکستانه د افغانستان د سولې په مسئله کې امریکا دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن پاکستان ته لاړ شي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

خلیل‌زاد به چې له دې مخکې یې افغانستان او سیمې ته د امریکا د سولې د نویو هڅو په ترڅ کې دوه ځلې سفرونه کړي، په دغه نوي سفر کې به چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۰مې پورې دوام کوي، پر پاکستان او افغانستان سربېره شپږو نورو هېوادونو روسيې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته چې د طالبانو دفتر په‌کې پرانیستی دی، هم ولاړ شي.

ښاغلي خلیل‌زاد د مخکېني سفر په پای کې چې په اکټوبر میاشت کې یې ترسره کړ، هیله ښودلې وه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې یوه موافقه به د راروان کال د حمل تر میاشتې چې ټاکل شوې، د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي، ترلاسه شي.

په عین حال کې د امریکا دفاع وزیر ویلي چې د افغانستان جګړه کافي اوږده شوې ده.

جېمز مټېس دغه څرګندونې مخکې له دې چې له خپلې هندۍ سارې سره وګوري، پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وکړې.

مټېس وویل، متحده ایالات د هر مسؤل دولت د مرستې په تمه دي چې د جنوبي اسیا په وچه او د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو ملاتړ وکړي.

جیمز مټېس
جیمز مټېس

مټېس زیاته کړه، اوس د دې وخت دی چې ټول په دې هڅو کې ښکېل شي.

امریکایۍ سټارز اېنډ سټرایپس خپرونه د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې وایي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له تېزو شویو هڅو داسې برېښي چې ولسمشر ټرمپ غواړي چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې له دې هېواده ځواکونه وباسي.

د خپرونې په لیکنه، د کارپوهانو په باور ټرمپ داسې نښې ښودلي چې ګواکې دی غواړي هر څومره ژر چې کېدای شي، له طالبانو سره د سولې یوه موافقه که هغه ایډیال یا د ټولو په خوښه هم نه‌وي، ترلاسه شي.

خو د سولې له دغو نویو هڅو سره سره د جګړې اصلي لوري طالبانو بیا تر اوسه داسې کومه نښه نه‌ده ښودلې چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

طالبانو تر اوسه یوازې له امریکا سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG