د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

امریکا بیا ایران په افغانستان او منځني ختیځ کې وسله والو ډلو ته د وسلو په ورکړه تورن کړ


د امریکا حکومت یوځل بیا ایران په افغانستان او منځني ختیځ کې وسله والو ډلو ته د وسلو او تجهیزاتو په ورکولو تورن کړی.

د امریکا حکومت وايي چې ایران په یمن او افغانستان کې وسله والو یاغیانو ته د وسلو په لېږلو سره پر دې هېواد د ملګرو ملتونو د لګول شویو بندیزونو له اصولو سرغړونه کوي.

دا نوي تورونه وروسته له هغه لګول کېږي چې متحدایالاتو پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو له لارې فشارونه زیات کړي، څو په منځني ختیځ او نورو سیمو کې له ورانکارو فعالیتونو لاس واخلي.

پر ایران د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو بندیزونه د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې له مخې لېرې شوي وو، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مې میاشت کې له دې موافقې د امریکا تر وتلو وروسته دا بندیزونه بیا ولګول.

د ایران لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي براین هوک پرون په واشنګټن کې په یوه پوځي اډه کې هغه وسلې او د وسلو ټوټې نندارې ته وړاندې کړې چې د افغانستان، یمن او بحرین په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې ترلاسه شوي.

نوموړي چې د خبریالانو په وړاندې د ایښودل شویو وسلو جزیات بیانول وویل چې دا تجهیزات په سیمه کې له ورانکارو ډلو سره د ایران د مرستو واضح ثبوتونه دي، ښاغلي هوک په افغانستان کې د فجر په نوم د موندل شویو توغندیو یادونه وکړه او زیاته یې کړه:

براین هوک
براین هوک

"دا وسله افغان ملي اردو په هلمند کې له طالبانو څخه نیولې، ایران لږترلږه له۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې طالبانو ته تجهیزات ورکوي او ملاتړ یې کوي، له فجر توغنديو پخوا تر دې حماس ډلې هم کار اخیستی دی، زما کیڼې خوا ته د شهید ۱-۲-۳ په نوم نوی بې پیلوټه هوايي سېستم دی چې په افغانستان کې له نسکورېدو وروسته د نړیوال ائتلاف د ځواکونو لاس ته ولوېد."

ښاغلي هوک پر فجر سربېره د صیاد، توفان او تَوسَن په ګډون د څو نورو توغنديو او وسلو یادونه هم وکړه چې د ایران حکومت یې په یمن، بحرین او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې حوثي، حماس او نورو یاغي ډلو ته ورکوي.

په ملګروملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي هم نېږدې یو کال مخکې هغه مهال چې د ایران له اټمي موافقې د امریکا د وتلو دلایل بیانول، دې ته ورته وسلې او تجهیزات ښکاره کړل.

د ښاغلي هوک له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا سنا په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف څخه د امریکا پر ملاتړ انتقاد وکړ، خو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو چې په غونډه کې حاضر وو، له سناتورانو سره مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG