د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

ولسمشریزو او غزني کې د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره له ۶۰ تر ۷۰ سلنه چمتووالی!


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره له ۶۰ تر ۷۰ سلنه چمتووالی لري.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون زیاتوي، د تشکیلاتي اصلاحاتو، د رأی ورکوونکو د نوم‌لړ، امنیتي او تخنیکي مسایلو او دغه‌شان د ولسمشرۍ انتخابات او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د مالي ملاتړ په برخه کې د دوی پروګرامونه پیل شوي دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه انتخاباتو لپاره ۶۰ تر ۷۰ سلنه چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړه:

"تقربباً د ولسمشرۍ او په غرني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۶۰ تر ۷۰ سلنه چمتووالی لرو، په انتخاباتو کې دوه موضوع‌ګانې ډېرې مهمې دي:

  • د کاندیدانو حضور
  • بل د رأی ورکونکو حضور، اوس‌مهال په کمېسیون کې د تخنیکي او د ارزونې په کچه بحثونه روان دي."

ښاغلي ابراهیمي وویل چې اوس‌مهال یوه کمېټه د انتخاباتو د تخنیکي موادو په ارزولو بوخته ده، څو هغه ستونزې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې موجودې وې په دغو انتخاباتو کې تکرار نه‌شي.

  • په ځنډ سره د یو شمېر مرکزونو پرانیستل کېدل.
  • په بایو مټریک سیستم کې ستونزې.
  • د رأی ورکوونکو ناسم نوم‌لړ هغه ستونزې وې چې رأی ورکوونکي د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې په انتخاباتو کې ورسره مخ وو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه‌شان وايي، هغه کسان چې په تېره کې د رأی ورکوونکو له نوم‌لړ پاتې دي او یا هغوی چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې د رأی ورکونې قانوني سن پوره کوي کولای شي چې د روان لمریز کال د جدي له میاشتې د دلوې تر څلورمې نېټې پورې نوم‌لیکنه وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو بشپړ مهالوېش اعلان کړ چې له مخې به‌یې دغه انتخابات د راروان لمریز کال د حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید وايي چې موجوده ستونزو ته په کتو کمېسیون ۱۰ سلنه هم بې‌ستونزو او شفافو انتخاباتو ته چمتو نه‌دی.

یوسف رشید
یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"نه ۱۰ سلنه تیاری لري او نه هم ۲۰ سلنه، کوم کارونه چې شوي هم ایجابوي چې بیا ورته تم شي، جدي بررسي شي او پروګرامونه‌یې هم تعریف شي. تر اوسه د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې بهیر نه‌دی پیل شوی، د تقویتي نوم ثبتونې بهیر یې نه‌دی پیل کړی، نو نه‌پوهېږم چې دا ۷۰ سلنه کارونه کوم دي؟ که وغواړو چې ډاډمن او بنسټيز کار وکړو، نو ښه به وي چې دوی موضوعات په بې‌تفاوتۍ سره تعقیب نه‌کړي."

ښاغلی رشید وايي، که د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا هم په خوشبینیو کې انتخاباتو ته ورځي، یاد بهیر او بالاخره هېواد به د بحران په لور بوځي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG