د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

تمه ده نن به په جنیوا کې د افغانستان لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنه وشي


د افغانستان په اړه د جنیوا د کنفرنس اصلي غونډه نن ترسره کېږي.

د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو او د افغانستان د حکومت د اقداماتو د ارزونې لپاره دا یو مهم نړیوال کنفرانس ګڼل کېږي.

تمه کېږي چې افغان مشران به په ننني کنفرانس کې د اصلاحاتو په برخه کې تازه ژمنې وکړي.

همدارنګه نړیواله ټولنه به هم له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې اعلان وکړي.

ټاکل شوې چې د جنیوا په وخت د سهار له نهه نیمو بجو وروسته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپل حکومت د بریاوو او ننګونو په اړه وینا وکړي.

د نن ورځې په پای کې به افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د مالیې وزیر همایون قیومي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو د جنیوا د کنفرانس د پای په غونډه کې ویناوې وکړي.

  • وچکالي

دواړو ښاغلي عبدالله او ښاغلي قیومي د سې شنبې په ماښام «د وچکالۍ پر مهال غذايي مصونیت» په نوم د جنیوا د کنفرانس په یوې فرعي غونډه کې برخه واخیسته.

ښاغلي عبدالله په دې غونډه کې وویل، وچکالۍ د روان کال په اوږدو کې افغانانو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د اجرائیه رئیس په وینا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۲ ولایتونه وچکالۍ سخت ځپلي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د حکومت، د خوراکي موادو د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې د غذايي مصونیت ارزونې ښیي چې وچکالۍ په افغانستان کې تر درې نیم میلیونه زیات وګړي له بد وضعیت سره مخ کړي. دې وچکالۍ همدارنګه په ټول هېواد کې تر شپږ میلیونه زیاتو وګړو لپاره د غذايي مصونیت نشتوالی رامنځته کړی."

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۲ ولایتونه وچکالۍ سخت ځپلي دي.

د وچکالۍ پر مهال د خوراکي موادو د ډاډمنولو په‌دې کنفرانس کې د افغانستان د مالیې وزیر همایون قیومي، د جایکا مؤسسې مشر جونشي یاماډا، د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارک لاکوک، د امریکا د نړیوالې پرمختیا د ادارې مرستیال کارین فریمن او د خوراکي موادو د نړیوال سازمان مرستیال برخه درلوده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارک لاکوک وویل، باید ډاډ ترلاسه شي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې په افغانستان کې میلیونونه اړو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

نوموړي وویل:

"موږ باید نه‌یوازې پیسې په سمه توګه، بلکې په بیړه ولګوو، څو دوه نیم میلیونه اړو کسانو ته مرسته ورسولای شي. دا ډېره مهمه ده، نه‌یوازې د غذايي موادو په برخه کې، بلکې د خیمو او سر پناه په برخو کې باید مرستې وشي. ډېره پاملرنه باید زیانمنونکو کسانو لکه ماشومانو، ښځو، نجونو او معلولینو ته وشي."

په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو خلکو سره د مرستو بحث د جنیوا د کنفرانس په یوې فرعي غونډه کې وشو، خو له اړو کسانو سره د مرستو په برخه کې د دقیقې مرستې کومه ژمنه ونه‌شوه، هغه څه چې تمه ده نن به وشي.

د ملګرو ملتونو سازمان چې د افغانستان له حکومت سره یوځای د جنیوا د کنفرانس کوربه‌توب کوي په یوې اعلامیه کې ویلي، دا دوه ورځنی کنفرانس د هغو ۱۵،۲ میلیارده ډالرو مرستو د عملي کېدو لپاره چې ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې نړیوالې ټولنې افغانستان سره ژمنه کړې وه، ډېر مهم دی.

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ له افغانستان سره د ۵۳۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

اروپايي کمېسیون وايي، دا نوې مرسته به د روغتیا، عدالت او کډوالۍ په څېر په عامه سکټور کې ولګول شي.

د جنیوا په‌دې غونډه کې به چې تر ۶۰ د زیاتو هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان او د لسګونه نړیوالو ادارو استازي په‌کې برخه لري افغان مشران هڅه وکړي چې د امنیت، اصلاحاتو، اداري فساد سره د مبارزې، د زېربنايي تأسیساتو د جوړولو او د ښځو د پیاوړي کولو په برخو کې خپلې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه نړیوالو ته تشریح کړي.

XS
SM
MD
LG