د یمن د سبا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټین ګریفیټ په ریاض کې د یمن د حکومت له مشرانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د تیاریو په باب خبرې وکړې.
د یمن مرستیال ولسمشر علي محسن صالح الاحمر او د یمن د بهرنیو چارو وزیر خالد الیماني له ښاغلي ګریفیټ سره پهدې خبرو کې برخه اخیستې وه.
د راپور له مخې پهدې کتنه کې پر هغو اقداماتو چې له یاغیانو سره د اعتماد جوړونې لپاره چې دوی د سولې د هڅو په برخه کې څومره جدي دي، هم بحث وشو.
د نومبر د میاشتې له پیل راهیسې د یمن پر بندري ښار حدیده چې د حوثي یاغیانو په کنټرول کې دی، د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف لهخوا بریدونه زیات شوي دي.
وروسته له هغې چې ښاغلی ګریفیټ د تېرې چهارشنبې په ورځ د بشري وضعیت د څېړلو لپاره یمن ته ولاړ، وضعیت یو څه ارام شوی و، خو پهدې وروستیو کې په ځینو سیمو کې نښتې بیا زیاتې شوې دي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې په حدیده ښار کې له جګړو لاس واخلي.
له حوثي یاغیانو د دې مهم بندري ښار د بېرته نیولو لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف او د عبدالربه منصور هادي په مشرۍ د حکومت پلویو ځواکونو له پنځو میاشتې راهیسې عملیات پیل کړي دي.
له دې بندري ښاره یمن ته د خوراکي او نورو مرستو په سلو کې ۸۰ واردېږي.
د ملګرو ملتونو د احصائیې له مخې د یمن ۱۴ میلیونه وګړي د لوږې له خطر سره مخامخ دي او په حدیده کې روانو جګړو پهدې هېواد کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو پنځو مرستندویه ټولنو د دوشنبې په ورځ د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف سره هر ډول پوځي همکاري ودروي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې، اکسفام، کییر، د ماشومانو د ساتنې ادارې او د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې دغه اقدام به د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري.