د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۲۵

د القاعده شبکې ۶ مشکوک غړي په یمن کې په یوه برید کې وژل شوي


د القاعده شبکې شپږ مشکوک غړي پرون په یمن کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ویلي، دا پېښه په البیده ولایت کې شوې ده.

دوی ویلي، د القاعده دوه سیمه‌ییز مشران او څلور وسله‌وال وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره امریکايي پوځیان په متداومه توګه په ډرون حملو سره په یمن کې د القاعده شبکې وسله‌وال په نښه کوي.

القاعده شبکې په یمن کې د حوثیانو او حکومت ترمنځ له جګړې نه د ځان په ګټه کار اخیستلی او لا یې خپلې لیکې پیاوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG