د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

ایراني رسنۍ: په ایران کې د وروستیو زلزلو د ټپیانو شمېر زیات شوی


د ایران دولتي ټلویزیون وایي، د ایران په لوېدیځ کې د تېرې شپې او نن سهار د زلزلې د زخمیانو شمېر تر ۷ سوه ډېر شوی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د زلزلې له قربانیانو سره د امکان ترحده مرستې وکړي.

د یکشنبې د ماښام د زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې ښودل شوې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، تر دې پېښې وروسته نن سهار دوه نورې زلزلې چې یوه یې ۵،۲ درجې او بله ۴،۶ درجې وه، هم وشوې او د نورو احتمالي ټکانونو له ویرې خلکو شپه له کورونو دباندي په سړې هوا کې تېره کړه.

د ایران د سره صلیب د کمېټې مشر محمود محمدي نسب رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې د مړو هېڅ راپور نه لري.

ایراني چارواکي د زلزلې ځای د ایران لوېدیځ ولایت کرمانشاه کې د سرپل ذهاب ښارګوټی یادوي چې تر ډېره کرد مېشته سیمه ده.

د ایران د لوېدیځ ولایت کرمانشاه والي هوشنګ بازوند ویلي چې په دې پېښه کې ۷۲۹ تنه ټپیان شوي دي چې ۷ سوه یې تر درملنې وروسته له روغتونه خارج شوي دي.

ویل کېږي چې ډېری کسان د تېښتي پر مهال ټپیان شوي دي، نه د زلزلې د ویجاړیو له کبله.

په ځینو سیمو کې د همدې زلزلې له کبله د ځمکو د ښویدو راپورونه ورکړل شوي دي، خو ایراني چارواکي وایي، د ژغورني ډلې ټولو زیانمنو سیمو ته د مرستې لپاره رسېدلي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس نیوز وایي، د نن ورځې زلزله د ایران په شپږو نورو ولایتونو کې دغه راز د عراق په پلازمېنه بغداد او ایرېل کې چې د کرد سیمې مرکز دی، هم احساس شوې ده.

ایران د ځمکې د ماتېدو پر لویو کرښو موقعیت لري چې له همدې کبله هلته د مکررو ټکانونو احتمال ډېر وي.

په همدې ښار کې تېر کال هم سخته زلزله وشوه چې له کبله یې شپږ سوه کسان مړه او تر ۹۰۰۰ ډېر ټپیان شول.

په ۲۰۰۳ کال کې په کرمان ولایت کې د ۶،۶ درجې زلزله وشوه چې د بم ښار شااوخوا ۳۱ زره کسان پکې ووژل شول او د دې تاریخي ښار ډېره برخه ویجاړه شوه.

XS
SM
MD
LG