د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د هند او پاکستان د زیارت کوونکو سکهانو د تګ راتګ لپاره سرحدي تاسیسات جوړېږي


د هند او پاکستان د پنجاب ایالتونو په دواړو خواوو کې د زیارت کوونکو سکهانو د تګ راتګ لپاره سرحدي تاسیسات جوړېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د همکارۍ د پراخولو د هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې چې د هند د حکومت دوه وزیران په روانه اوونۍ کې د پاکستان او هند په سرحد کې د زیارت کوونکو سکهانو لپاره د جوړو شویو تاسیساتو د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون شنبې وویل چې خپلې هندۍ سیالې سوشما سواراج ته یې د کرتارپور د تاسیساتو د پرانیستو په مراسمو کې د ګډون بلنه استولې ده.

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

ټاکل شوې چې دا تاسیسات د روانې اوونۍ په پای کې پرانیستل شي.

د راپورونو له مخې، مېرمن سواراج ښاغلي قریشي ته د نوامبر په ۲۵ مه نېټه په یوه استولي لیک کې د وخت د نشتوالي له کبله په دې مراسمو کې د ګډون بلنه رد کړې ده، خو ویلي یې دي چې د غذايي پروسس د صنعت او د کور جوړونې او ښاري پراختیا وزیران به په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د هند او پاکستان اړیکې له هغه راهیسې چې پاکستان تاسیس شوی دی، تل کړکېچنې وې.

دوی درې جګړې کړې دي چې دوه یې د کشمیر پرسر وې او اوس هم په دې لانجمنه سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونه وخت ناوخت نښتې سره کوي.

د پلان له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان به د کرتارپور د سرحدي تاسیساتو د بنسټ ډبره د نوامبر په ۲۸ مه نېټه کېږدي.

د دې تاسیساتو د جوړولو هدف دا دی چې سکهـ زیارت کوونکي له هند څخه په اسانه لار د ګورو بابه نانک زیارت ته ورسېږي.

د هند حکومت په همدې سیمه کې په خپل قلمرو کې د سرحدي تاسیساتو د یوې ودانۍ او سړک د جوړولو پلان د تېرې پنجشنبې په ورځ تصویب کړ، څو د دواړو هېوادونو پنجاب ایالتونه سره وصل کړي.

پاکستان د هند دا اقدام ستایلی دی.

لسګونه زره سکهان هرکال په پاکستان کې د بابه نانک د قبر د زیارت لپاره له هند څخه پاکستان ته ځي.

د اوسني پاکستان په اړوندو سیمو کې پخوا خورا زیات سکهان اوسېدل، خو په ۱۹۴۷ کال کې د هند له تجزیې وروسته ډېری هند ته کډه شول او یوازې څو زره تنه په پاکستان کې پاتې شول.

د سرحد په دواړو غاړو کې د دې پروژو له رغونې سره د ډیلي او اسلام اباد د اړیکو د ښيګڼې هیلې بیا راژوندۍ شوې.

ټاکل شوې وه چې په سپټمبر میاشت کې د دواړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې سره وګوري، خو د دې خبر د اعلان په سبا په کشمیر کې د هند د سرحدي ځواکونو د یوه سرتېري له وژل کېدو وروسته، هند دا لیدنه فسخه کړه.

XS
SM
MD
LG