د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

هدفي وژنو او ترور ته د ولسي جرګې د استازو اندېښنې!


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون په کابل ښار کې د وروستیو ترورېستي حملو په زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي، حکومت باید کشفي ارګانونه پیاوړي کړي.

د کابل د عالمانو د شورا د رئيس له ترور کېدو سره سم د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، په افغانستان کې بېلابېلې ترورېستي ډلې فعالیت کوي چې حکومت یې باید په پېژندنه کې هڅې وکړي.

د دغه کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده د یکشنبې په ورځ د ليندۍ په ۴ مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملکی کسانو په ترور اندېښنه وښوده او ویې ویل چې اړتیا ده چې د هېواد کشفي او استخباراتي ارګانونه پیاوړي شي چې مجرمین له جرمه مخکې ونیول شي.

ده وویل:

"دا په رښتیا سره د اندېښنې وړه ده، کومې حملې چې پر عامو خلکو کېږي، ډېرې ترورېستې ډلې شته چې د طالبانو په نوم فعالیت کوي، خو طالبان نه دي، زموږ حکومت باید استخبارات پیاوړي کړي، تر هغې چې ترورېستي ډلې ونه پېژندل شي او هدفونه یې واضح نه شي، مخنیوی به یې د حکومت له خوا ګران وي."

ښاغلي اخندزاده وویل، پخوا تر دې د وسله والو مخالفینو هدف روښانه و، خو د ده په خبره، په دې وروستیو کې وضعیت بدل شوی او د هېواد یو قشر هم له امنیتي ګواښونو خوندي نه دی.

دا اندېښنیې په داسې حال کې ښودل کېږي چې تېره ورځ د کابل د عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني د کابل ښار په اوومه ناحیه کې ووژل شو.

پخوا تر دې هم په کابل ښار کې د سیاسي چارو پوه زلمی وردګ او د مدني ټولنې ځیني کسان ترور شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل د امینې قوماندانۍ مسؤلین وايي، په کابل ښار کې یې د جنايي جرمونو او ملکي کسانو د ترور د مخنیوي لپاره پراخ تدابیر نیولي دي.

د دغې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د پخوا په پرتله د جرمونو کچه ټیټه شوې او امنیتي مسؤلین هڅې کوي چې د ترورېستي او جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره ۳۰ امنیتي پوستې جوړې کړي.

بصیر مجاهد
بصیر مجاهد

دی وایي:

"په مجموع کې د لویو ترورېستي او جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره چې پلانونه په پام کې نیول شوي، د یو ګډ کمېسیون جوړېدل وو چې د کابل وضعیت وارزوي، په نتیجه کې یې ۳۰ نورې پوستې جوړې شوي چې کابل ته د داخلېدو لارې وڅاري، په دې نویو پوستو کې ۱۰ یې په ملی اردو او شل یې په پولیسو پورې اړه لري."

دده په خبره، د مولوي حقاني وژونکی نیول شوی دی.

دی وايي، په تېرو شلو ورځو کې د کابل پولیسو ۱۲۳ کسان چې په بېلابېلو غیر قانوني پېښو کې ښکېل ګڼل کېدل، نیولي دي.

مدنې فعالان وايي، که حکومت د ملکی کسانو خوندیتوب ته تدابیر جدي نه کړي، د هېواد پېژندل شوې سیاسي څېرې، مدني فعالان او خبریالان به خوندي نه وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG