د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

پاکستان: د چین پر قونسلګرۍ حمله غالباً په هند کې پلان شوې وه


د پاکستان پولیسو ویلي چې په کراچي ښار کې د چین پرقونسلګرۍ حمله غالباً په هند کې پلان شوې وه.

پولیسو ویلي، په دې اړه چې د حملې طراح په هند کې دی، څېړنې کوي.

په کراچي کې د جمعې په ورځ د چین پر قونسلګرۍ حمله وشوه، خو حمله کوونکي مخکې تر دې چې د قونسلګرۍ ودانۍ ته ور ننوځي، له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

د پاکستان د ځانګړو پولیسو په وینا، حمله کوونکو د (C-4) په نوم پلاستیکي چاودېدونکي مواد استعمال کړي وو.

په پاکستان کې له ترورېزم سره د مبارزې د ادارې یوه مشر عمر خطاب پرون شنبه د نومبر په ۲۴مه اسوشېټېډ پرېس ته وویل چې د دوی په باور، حمله د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو مشر اسلم اچو پلان کړې وه.

خطاب وویل چې پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي چې اسلم اچو په هند کې دی، که نه دی.

په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ د حملې مسؤلیت د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتنونکې ډلې واخیست.

دا بېلتون غوښتونکې ډله له هغو پروژو سره چې د پاکستان حکومت یې په بلوچستان کې عملي کول غواړي، مخالفت لري.

د دې ډلې ویاند د جمعې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې د پاکستان ځواکونه او چین د بلوچستان د راتلونکې د بربادۍ هڅې کوي.

په پاکستان کې له ترورېزم سره د مبارزې ادارې مشر عمر خطاب ویلي چې حمله په "دښمن هېواد" کې پلان شوې وه چې د هند پر لوري اشاره کوي.

د هند دولت لا په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د چین پر قونسلګرۍ له حملې سره په تړاو څلور مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

دوو پاکستاني چارواکو چې د هویت پټ پاتې کېدو په شرط یې له اسوشېټېډ پرېس سره خبرې کړي، ویلي چې یو شمېر مشکوکو کسانو حمله کوونکو ته زمینه برابره کړې وه.

د پاکستان حکومت ویلي چې د قونسلګرۍ ۲۱ چینايي کارکوونکي په امن ځای کې دي او د چین حکومت ته یې د هغوی د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.

خو په حمله کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

وژل شوي ملکي کسان د کوټې د پښتون اباد سیمې اوسېدونکي وو چې د وېزې اخیستلو لپاره د جمعې په سهار په کراچۍ کې د چین قونسلګرۍ ته ورغلي وو.

د هغوی مړي پرون په کوټه کې خاورو ته وسپارل شول.

XS
SM
MD
LG