د افغانستان د هوا پېژندې ملي اداره وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد په ځينو سیمو کې ډېر ورښتونه اټکل شوي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره د تېر کال په پرتله سږ کال په کابل او د افغانستان په ځينو نورو سیمو کې د ورښتونو اندازه ښه ارزیابي کوي.
د یادې ادارې د هوا د وړاندوینې امر محمد نسیم مرادي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د وچکالۍ له اندېښنو سره سره دوی دغو ورښتونونو څه خوشبین کړي دي.
ښاغلی مرادي وايي، که په پلازمېنه، مرکزي ولایتونو او د شمال په ځينو لوړو سیمو کې د سږ ورښتونه ښه مدیریت شي، د وچکالۍ اندېښنې ورسره تر یوې اندازې کمېږي.
دی وایي:
"د تېر کال په پرتله سږ کال د ورښتونو ښه اندازه اټکل شوې، خو دا مدیریت ته اړتیا لري، په لوړو سیمو کې باید زمونږ یخچالونه وساتل شي او د اوبو بندونه جوړ شي، تر څو د وچکالۍ مخه هم ورسره ونیول شي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې بارانونه او په ځينې نورو ولایتونو کې د ژمي لومړی واوره وورېده.
د معلوماتو له مخې، تېر کال د نومبر په میاشت کې د ورښتونو اندازه صفر ملي متر وه، خو سږ کال يې تر یوې بلې میاشتې ۳،۵ ملي مترو ته د رسېدو وړاندوینه شوې ده.
خو د افغانستان د هوا پيژندنې ملي اداره د اوبو د کچې ټيټوالی او د ځينو ولایتونو په تېره هم د پلازمېنې کابل ډېر نفوس د دې لامل ګڼي چې ممکن د سږنیو ورښتونو اغېز د پام وړ نه وي.
په افغانستان کې بیا له دې وړاندې د وچکالۍ ویل شوي وو، خو حکومت بیا د وچکالیو پر وړاندې د مرستو او غذايي موادو د ذخیره کېدو ويلي دي.
د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وویل، د وچکالۍ پر وړاندې هر اړخیز پروګرام تر لاس لاندې دی.
له دې سره د چاپېریال ساتنې ملي اداره بیا د هوا پېژندنې د خوشبینۍ په اړه بېل نظر لري.
د د دې ادارې مرستیال محمد کاظم همایون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که ورښت په خپل وخت نه وي، ګټه هم نه لري.
دی وایي:
"مونږ نشو کولای چې سر له اوسه اورښتونو ته خوشبیني وښایو، ځکه د دې اټکل شته چې د اقلیم له بدلېدو سره اورښتونه وشي، خو په خپل موسم او وخت کې نه، که په حوت، حمل او ثور کې اورښتونه نه وي، زمونږ له نظره اورښت نه دی او حتی منفي اغېزې لري."
د ده په خبره، د اقلیمي تغیراتو پر وړاندې باید د نړیوالو کنوانسیونونو سره په ګډه جدي تدابیر ونیول شي.
ښاغلی همایون وايي، خلک هم د کمو اوبو او کمې انرژۍ په استعمالولو او د شنو ځایونو په ساتلو سره کولای شي چې د وچکالۍ پر وړاندې خپل رول ادا کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ