د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د خېبرپښتنونخوا په اورکزیو کې انتحاري حملې ۲۷ تنه وژلي او ۵۵ یې ټپیان کړي


د پاکستان د خېبرپښتنونخوا ایالت د اورکزیو اېجنسۍ په کلايي سیمه کې په انتحاري حمله کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۵۵ تنه زخمیان شوي دي.

په اورکزیو اېجنسۍ کې د پولیسو یوه چارواکي، نن جمعه نوومبر۲۳مه، ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د جمعې په بازار کې د خلکو په مېله کې وشوه چې ډېره ګڼه – ګوڼه وه.

چارواکو ویلي چې زخمیان په سیمه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاسي فعالانو د ټولنیزو رسنیو له لارې د اورکزیو پر خلکو غږ کړی چې د سیمې روغتون ته د وینې ورکولو لپاره ولاړ شي.

د چارواکو په وینا، په روغتون کې د ډېرو زخمیانو حالت نازک دی او د مړو شمېر ښايي زیات شي.

د اوکرزیو د پولیسو مشر، خلیل اقبال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په ابتدايي څېړنو کې معلومه شوې چې چاودېدونکي مواد د ترکاري په یوه کارتن کې اېښودل شوي وو.

د پاکستان پولیسو ویلي چې د کلايي بازار او شاوخوا سیمه یې محاصره کړې ده.

د حملې مسوولیت لا کومې ډلې نه‌دی اخېستی.

اورکزیو اېجنسۍ په کلايي سیمه کې اکثر شیعه ګان اوسي.

دا د پاکستان له اوو ناکرارو قبایلي سیمو ده.

په پاکستان کې په دوامدار ډول د شیعه ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو پر کورونو، عبادت ځایونو او مذهبي مراسمو خونړۍ حملې کېږي.

واشنګټن ادعا کوي چې د پاکستان په غرنیو قبایلي سیمو کې د تروریستانو پناه ځایونو او فعالیت ته اجازه ورکول کېږي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې پاکستان له امریکا سره هېڅ نه دي کړي او له پاکستان سره خپلې مرستې یې وځنډولې.

خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې او وايي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې یې انساني قرباني ورکړې او میلیونونه ډالر زیان یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG