د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

امریکا: ایران په خپلو زهري وسلو د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان نه و خبر کړی


د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان
د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي په نړیوال سازمان کې د متحد ایالاتو استازي کینیت وارډ «Kenneth Ward» پر ایران تور لګولی دی چې د خپلو کیمیاوي او زهري وسلو د پروګرام په اړه‌یې دې څارونکي سازمان ته معلومات نه‌دي ورکړي او په‌دې توګه یې له نړیوالو موافقو څخه سرغړونه کړې.

ښاغلي وارد پرون پنجشنبې په هاګ کې د ملګرو ملتونو د اړوند دې سازمان غونډې ته د وینا پر مهال وویل، تهران همدا راز د پوځي عملیاتي اهدافو لپاره د اعصابو د فلجوونکو وژونکو کیمیاوي موادو د جوړولو په فکر کې هم دی.

ښاغلي وارډ د «OPCW» په کلنۍ غونډه کې چې په هرو ۵ کلونو کې یو ځل جوړېږي وویل، متحد ایالاتو له ډېرې مودې راهیسې په‌دې اړه اندیښنه ښودلې چې ایران د کیمیاوي وسلو د جوړولو داسې پټ پروګرام لري چې دا سازمان یې نه‌دی پرې خبر کړی.

په نړیوال سازمان کې د متحد ایالاتو استازی کینیت وارډ
په نړیوال سازمان کې د متحد ایالاتو استازی کینیت وارډ

نوموړي زیاته کړه، ایران په اتیایمه لسیزه کې لیبیا ته د کیمیاوي وسلو د انتقال خبره هم نه‌وه اعلان کړې او دا کار یې وروسته له هغه هم ونه کړ چې لیبیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان ته د دې وسلو لرل تأیید کړل.

وارډ وویل چې «OPCW» هغه مهال هم د دې کیمیاوي وسلو د پروګرام د سرچینې پوښتنه کړې وه، خو ایران په‌دې اړه معلومات نه‌و، ورکړي.

ښاغلي وارډ وویل، په ایران کې جوړ شوي داسې توپونه، هاوانونه او بمونه چې په سروکو کې یې کیمیاوي مواد کارول کېږي موندل شوي دي او دا ثابتوي چې ایران د خپلو کیمیاوي وړتیاوو په اړه نړیوالو ته بشپړ معلومات نه‌دي ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، د دې وسلو پر صندوقونو په فارسي لیک لیکنې شوې وې او دا ښکاره ثبوت دی چې د هغو سرچینه په ایران کې وه.

د لیبیا کیمیاوي وسلې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې وروسته له هغه وموندل شوې چې د لیبیا پخوانی مشر معمرالقذافي ووژل شو.

وارډ پر ایران او د ایران پر متحد هېواد روسیې تور ولګاوه چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد حکومت ته یې له کیمیاوي وسلو د کار اخېستو امکان برابر کړی دی.

متحدایالاتو له دې مخکې هم د ایران پر حکومت د اټمي وسلو د جوړولو او همدا راز د تروریستي ډلو او د سوریې په جګړه کې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت د ملاتړ تورونه لګولي، خو د نویو تورونه په اړه تهران تر دې دمه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG