یو امریکایې وګړی په هند کې د یوې جزیرې د اوسېدونکو لهخوا ووژل شو.
هغه قبیله چې په همدې جزیرې کې ژوند کوي، له نورې نړۍ څخه بیل ژوند کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې اړیکه ورسره ونیسي.
دغې جزیرې ته ورتګ ممنوع دی او ویل کېږي چې د کبانو ښکاریانو لهدغه امریکایې کس سره دې جزیرې ته په رسیدو کې مرسته کړې ده.
دغه امریکایې کس د هند په یوې جزیرې کې د هغې قبیلې لهخوا ووژل شو چې له نورۍ نړۍ څخه بیل ژوند کوي.
دوی د بهرنیو اړیکو سره سخت مقاومت کوي او پر هغو کسانو چې دوی ته د نېژدې کېدو هڅه کوي، په غشي او لیندۍ او نیزو برید کوي.
امریکایې جان الن چاو په غیر قانوني ډول شمالي سنټینل جزیرې ته ورغلی وو.
د دې جزیرې اوسیدونکي سنتینلز نومېږي او څوک اجازه نهلري چې هلته ورشي.
پولیسو هغه اووه تنه کب نیوونکي نیولي چې ګمان کېږي له دغه ۲۷ کلن امریکایي سره یې دې جزیرې ته په رسېدو کې مرسته کړې ده.
دا د نړۍ یوه له هغو جزایرو څخه ده چې وګړي یې له عصري مدنیت څخه لېرې دي.
ځینې راپورونه وایي، دا قبیله شاوخوا ۶۰ زره کاله له مدنیته شا ته پاتې شوې ده.
د ښاغلي چاو خپلوانو او ملګرو پر انسټاګرام یوه اعلامیه خپره کړې او وایي، دوی د خپل ملګري په غم ویرجن دي.
د جان الن چاو کورنۍ د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې له ده سره یې دې جزیرې ته په رسېدو کې مرسته کړې ده.
د دغه امریکایې له لوري پر ټولنیزو شبکو له خپاره شوېو مطالبو ښکاري چې هغه په وروستیو کلونو کې څو ځله د هند جنوب ته د اکتشافاتو او دیني تبلیغ لپاره تللی وو.