د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

قومي مشران او فعالان: د غزني ۱۴ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي


د غزني ولایت یو شمېر قومي مشران او مدني فعالان وایي، غزني یو ځل بیا له امنیتي ګواښ سره مخ دی.

دوی د غرني د ناسم امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې او له حکومته نه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ په کابل په یوې خبري غونډه کې سره راټول شوي وو، ویې ویل چې د غزني ولایت ۱۴ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د غزني د ولسونو او مدني ټولنې د رسنیو د کمېټې مسوول فاروق حقیقي د غزني د اوسېدونکو د ستونزو او غوښتنو په اړه وویل:

"

  • د ولسوالیو د پرله‌پسې سقوط مخه دې ونیول شي.
  • غزني دې د شپنیو عملیاتو او حملو وساتل شي.
  • لویې لارې د ولس پر مخ تړلې دي، ژر تر ژره دې دا لارې خلاصې شي.
  • د غزني ولایت رهبرۍ ته دې وړ کسان وټاکل شي."

د غونډې بل ګډونوال ډاکټر طاهر رسنیو ته وویل چې د غزني ۱۴ ولسوالۍ چې له یو میلیون زیات اوسیدونکي لري له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د غزني له ۱۸ولسوالیو نه په ۱۴ ولسوالیو کې چې هلته ۱،۲ میلیونه خلک اوسېږي، یا خو شدیده ناامنې ده او یا هم سقوط شوي دي، له دې ۱۴ ولسوالیو هره ورځ په اوسط ډول له ۱۲ تر ۱۵ عام کسان وژل کېږي."

دوی خبرداری ورکړ، که د غزني ولایت امنیت ټینګ نه‌شي، نور جنوبي ولایتونه به هم ورسره ناامنه شي.

د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې د پخوانیو ناامنیو سربېره په دې وروستیو کې د یاد ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې هم د وسله‌والو طالبانو له لوري بریدونه وشول چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې کړي.

مخکې تردې د روان لمریز کال په اسد میاشت کې وسله‌والو طالبانو پر غزني ښار پراخه حمله وکړه چې شپږ ورځې یې دوام وکړ، خو ولسمشر غني بیا تردغې حملې وروسته غزني ته په خپل سفر کې خلکو ته د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وايي چې دوی د غزني ولایت امنیت ته پاملرنه کړې او په پوځي عملیاتو کې به نور هم پراخوالی راشي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد
د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد

نوموړي زیاته کړه:

"غزني کې عملیات پیل شوي، هلته په کافي اندازه دفاعي او امنیتي قوتونه موجود دي، موږ غواړو دا عملیات لا پراخ کړو، په‌دې کې د هوایي او ځمکني عملیاتو تر څنګ کومانډویي وظایف هم شامل دي او د غزني وضعیت د څارنې لپاره د رهبرۍ له لوري ځانګړې پاملرنه کېږي، دا عملیات به تر هغه دوام ولري چې په غزني کې شته ستونزې حل شي."

د غزني ولایت مشران او مدني فعالان له حکومته غواړي چې که د دوی ستونزو ته رسیدنه ونه شي په مظاهرو به لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG