د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د دوو افغانو کورنیو غړي چې اروپا ته تلل، د ترکېې په اوبو کې ډوب شول


د دوو افغانو کورنیو غړي چې اروپا ته تلل، د چهارشنبې په ورځ د ترکېې په اوبو کې ډوب شول.

د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان جنرل قونسل ذکریا بارکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوه افغانې کورنۍ چې نن له ترکېې نه د یونان په لوري خوځېدلې وې، کښتۍ یې د ازمیر په اوبو کې ډوبه شوې ده.

ښاغلی بارکزی وايي، د دغو دوو کورنیو له ۱۴ غړیو نه یوازې دوه تنه ترکي مامورینو ژغورلي او ۱۲ نور چې ښځې او ماشومان په‌کې شامل دي، هلاک شوي دي.

دی د دغو افغانانو د مړینې لامل د انسانانو د قاچاق شبکې ګڼي.

ذکریا بازکزی
ذکریا بازکزی

نوموړی وايي:

"دوه افغانې کورنۍ چې غوښتل یې یونان ته لاړې شي، مړې شوي. د انسانانو د قاچاق شبکې باید ژر تر ژره معلومې شي. له خپلو هېوادوالو هیله او زارۍ ورته کوم چې د انسانانو د قاچاق شبکو ته غوږ مه نیسئ، ځکه دغه شبکې درته دروغ وايي​."

بارکزی وايي، تر اوسه د دغو هلاک شوېو جسدونه نه‌دي پیژندل شوي چې د کوم ولایت اوسیدونکي به وو.

د ده په خبره کله چې دغه جسدونه وپېژندل شي، افغان قونسلګرۍ به یې هېواد ته د لېږدېدو اقدام وکړي.

په استانبول کې د افغانستان جنرل قونسل وايي، دا د ترکېې په اوبو کې د افغانانو د ډوبېدو لومړۍ پېښه نه‌ده.

د ده په خبره هره میاشت د ترکېې په اوبو کې د پناه غوښتونکو لسګونه کښتۍ ډوبېږي چې په تلف شوېو کې یې افغانان هم شامل وي.

په استانبول کې د افغان قونسلګرۍ د مسوولینو په خبره دم‌ګړۍ په ترکیه کې سلګونه زره افغانان په غیرقانوني توګه اوسېږي چې په‌دې وروستیو کې یې هېواد ته د بېرته ستنولو لړۍ تېزه شوې ده.

که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې د پناه غوښتونکو لپاره د ترکېې او اروپا ترمنځ پولي تړل شوي، خو د ښاغلي بارکزي په خبره کوم افغانان چې په قاچاقي توګه ترکېې ته رسیدلي، هڅې کوي چې اروپا ته لاړ شي.

بل‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د شپږو کسانو جسدونه چې ګمان کېږي افغانان دي، لس ورځې مخکې د ایران او ترکېې ترمنځ پوله کې د ایراني پولیسو له خوا موندل شوي چې هویت یې لا معلوم شوی نه‌دی.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وايي:

نجیب دانش
نجیب دانش

​"کومه سیمه چې د ایران پولیسو په مکتوب کې لیکلي، د ایران او ترکیې ترمنځ پوله ده چې دغه کسان په‌کې د ډېرې یخنۍ له امله مړه شوي دي.​"

د ترکېې په استانبول ښار کې د افغان قونسل په خبره کیدای شي د دغو شپږو کسانو په مړینه کې د انسانانو د قاچاق د شبکې غړي لاس ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG