د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

ځیني بنسټونه: د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ټکان ورکوونکې ده


په داسې حال کې چې د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ټکان ورکوونکې ګڼي، یو شمېر کوچني افغان ماشومان هم وايي چې دوی په بد وضعیت کې ژوند کوي.

په داسې حال کې چې نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ټولنې وايي چې افغان ماشومان لا هم د جګړې قرباني دي او په بېلابېلو پېښو کې ورته مرګ ژوبله اوړي.

دغه بنسټونه د ماشومانو د تلفاتو لاملونه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښتې، هوايي حملې، د سړک غاړې ماین چاودنې، انتحاري او ډله‌ییزې حملې یادوي.

د افغانستان د بشري حقونو د ماشومانو د برخې مسؤلین وايي چې په افغانستان کې ماشومان لا هم د جګړې قرباني دي او روان لمریز کال هم د تېرو کلونو په شان ماشومانو ته درانه تلفات واوښتل.​

د بشري حقونو د ماشومانو د برخې مسؤل نجیب‌الله ځدراڼ ببرکزي د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماشومانو د تلفاتو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه، ماشومان د ملکي تلفاتو په منځ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپي کېږي چې د روان لمریز کال د حمل له میاشتې تر سنبلې پورې ۱۲۹۲ پېښې رامنځته شوي چې له امله‌یې ۱۴۵ ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۷ نور ټپيان شوي دي."

ښاغلی ببرکزی وايي، ډېری وخت د جګړې ښکېلې خواوې په جګړه کې د ملکي افرادو په ځانګړې توګه، د ماشومانو حقونه نه‌مراعتوي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان ماشومان هم وايي چې اوس‌مهال په سختو حالاتو کې ژوند کوي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی وايي، د جنګ جګړو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې، له ماشومانو جنسي استفاده او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول، په شاقه کارونو کې د ماشومانو د کارونې مخه باید ونیول شي.

د روحید او جاوید په نومونو دوو ماشومانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، غواړي د امن په فضا کې ژوند وکړي او د دې پر ځای چې د جګړې قرباني شي، حکومت باید ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دوی وایي:

"په افغانستان کې باید ماشومان ونه‌وژل شي، موږ ماشومانو ته باید د زده‌کړو زمینه برابره شي، موږ د هېواد راتلونکی یوو او جګړه باید پای ته ورسېږي، موږ له جنګه ستړي یوو."

"زموږ وضعیت په افغانستان کې ډېر خراب دی، موږ له حکومته غواړو چې زموږ ژوند ته پاملرنه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت معاونت دفتر د ۲۰۱۸ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د راپور پر اساس په همدې وخت کې ۳۶۳ ماشومان وژل شوي او ۹۹۲ ماشومان ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي وګړو د عدالت غوښتنې ډلې هم وايي چې روان کال د افغانستان په جګړه کې ماشومانو ته ټکان ورکوونکي او د اندېښنې وړ تلفات اوښتي دي.

د دغه بنسټ مسؤل عزیز احمد تسل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه په دې وروستیو کې ښځو او ماشومانو ته تلفات اوښتي، په تېر میلادي اکټوبر میاشت کې ۷۰ ماشومانو ته تلفات اوښتي چې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي چې دا رقم په ټول افغانستان کې دی او هغه ارقام چې په دې وروستیو کې مو ترلاسه کړي، خطرناک دي."

ښاغلی تسل همدا شان وايي چې څو ځله‌یې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه، د ماشومانو د وژنې د مخنیوي لپاره غږ پورته کړی او اوس هم د جګړې له ښکېلو غواړو چې د ملکي افغانانو ژوند ته زیات پام وکړي.

د افغانستان ولسي جرګه هم د ملکیانو په ځانګړې توګه، د ماشومانو او ښځو په وړاندې مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښمنه کړې ده او له حکومته غواړي چې د خلکو امنیت او ژوند ته خاص پام وکړي.

په دغه جرګه کې د بشري حقونو کمېسیون رئیسه فوزیه کوفي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته غواړي چې د ماشومانو ژوند ته جدي پام وکړي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

نوموړې وویل:

"له بده مرغه له یوه لوري په انتحاري حملو او چاودنو کې ماشومان وژل کېږي، له بل لوري له شاقه کارونو لاندې ورباندې جنسي تجاوزونه کېږي، خو تر اوسه هم حکومت نه‌دی توانېدلی چې د ماشومانو لپاره یو محافظتي سېستم رامنځته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې نړیوالې مؤسسې یا سېف د چلډرن په افغانستان کې د ماشومانو په وضعیت اندېښنه څرګندوي او وايي چې اوس هم په افغانستان کې ماشومان له بېلابېلو مشکلاتو سره مخ دي.

د دغې مؤسسې ویانده مریم عطايي وايي، دوی په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې کړي او لاهم دغه هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ جریان لري.

مېرمن عطايي د دغې مؤسسې له برنامو د کمپاین یادونه کوي چې له تېرو درېیو میاشتو راپه دېخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل شوی دی.

دا وایي:

"دا کمپاین په افغانستان کې د درېیو کلونو لپاره دوام لري، موږ ملي خبرې اترې چې له افغان حکومت سره‌يې په دې برخه کې پیلوو، تاسې به‌يې د ټلوېزیون له لارې وګورئ، موږ له حکومت سره کار کوو، هغه پالېسي چې په ځانګړي ډول د ماشومانو د تقویت لپاره جوړه شوې ده، عملي شي."

اغلې عطايي وايي، د دې کمپاین اصلي هدف دا دی چې د جګړې ښکېلې خواوې په جګړو کې د ماشومانو ژوند ته پاملرنه او د جګړې کنوانسیونونه مراعت کړي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي چې د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو په ځانګړي ډول، د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي.​

غفور احمد جاوید

​د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل:

"د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د بشر د حقونو ټول کنوانسیونونه، قوانین او مقررات د جګړې په کرښو کې عملي او ورته پاملرنه کوي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د خپل ځان په بدل کې د نورو هېوادوالو ژوند وساتي، هېڅکله نه‌غواړي چې د نورو هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړي."

خو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د ماشومانو حقونو ته تر دې دمه حکومت او نړیوالې ټولنې په خپلو لومړیتوبونو کې ځای نه‌دی ورکړي.

له ډلې يې شرف‌الدین عظیمي ازادي راډيو ته وویل چې دا د افغانستان راتلونکی نسل دی او باید په وړاندې يې بې‌تفاوتي ونه‌شي، ځکه د هغه په وینا، ماشومانو ته پاملرنه کولای شي چې په راتلونکي کې د ټولنې زیاتې ستونزې حل کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG