افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د ډونالد ټرمپ له وروستیو څرګندونو د هرکلي تر څنګ پر اسلاماباد د واشنګټن د بندیزونو غوښتنه کوي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، پر پاکستان د میلیونونو ډالرو د مرستې له بندېدو سره سره دغه هېواد تر اوسه د ترورېستانو له پاللو لاس نهدی اخیستی.
د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۸» ازادي راډيو ته وویل، افغانستان پر پاکستان د مرستو له قطع کېدو هرکلی کوي او باید په یاد هېواد نور ډېر بندیزونه هم وضع شي.
دی وايي:
"موږ پر پاکستان د امریکا د مرستو له بندېدو هرکلی کوو، یوه برخه چې د مرستو بندېدل دي بلهيې پر پاکستان د بندیزونو وضع کول دي، څو دا هېواد دې ته مجبور شي چې په خپله خاوره کې د ترورېزم ځالې لهمنځه یوسي، نو باید پر پاکستان لازم اقتصادي، سیاسي او نظامي فشارونه وارد شي تر څو د افغانستان د سولې له پروسې سره هم لازمه مرسته وکړي."
د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ تېره ورځ پر پاکستان د سلګونه میلیونه ډالرو د مرستې له بندېدو دفاع وکړه او ويېویل، پاکستان د امریکا لپاره هېڅ نهدي کړي او حکومتيې د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره مرسته کړې وه چې په یوه نظامي ځای کې پټ شي.
ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ایبټاباد ښار ته په اشارې وویل، په پاکستان کې خلک پوهېدل چې د القاعده د ترورېستي ډلې مشر هلته اوسي.
هغه کور چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې بنلادن پهکې ووژل شو، وروسته د پاکستان پوځ ویجاړ کړ.
د امریکا او پاکستان ترمنخ اړیکې د تېر کال په اګسټ کې وروسته له دې خرابې شوې چې ښاغلي ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره نوې پالېسي اعلان کړه او پر پاکستانیې کلک انتقادونه وکړل چې طالبانو ته خوندي پټنځایونه ورکوي.
ده وویل، پاکستان داسې ورانکارو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې امریکایان وژني.
ټرمپ په عین حال کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ترورېستاتو د ساتلو له کبله به ډېر څه له لاسه ورکړي.
افغان حکومت هم بیا بیا ويلي چې پاکستان په خپل هېواد کې د افغان دولت وسلهوالو مخالفینو ته پناه ورکړې او همدوی يې تجهیزوي.
څه موده وړاندې لوړپوړو افغان چارواکو د ترورېستانو د مرکزنو یو لېست هم هغه هېواد ته سپارلی وو.
که څه هم پاکستان څو ځله د ترورېستي ډلو پر وړاندې د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی، خو افغان چارواکو دا عملیات دوی ته چل ورکوونکي بللي دي.
د پاکستان پر وړاندې د ډونالد ټرمپ د څرګندونو او افغانستان ته د سفر له اعلانه وروسته یو شمېر افغان سناتوران وايي چې د نههمکارۍ په صورت کې امریکا باید د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر پټنځایونو د نظامي حملې انتخاب د مېز په سر ولري.
د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د پاکستان پر وړاندې باید بندیزونه او نظامي اقدامات سل په سلو کې تر پلان لاندې وي، تر هغې چې په پاکستان کې شته وسلهوال بېوسلې نهشي او په ترورېستي مرکزونو حملې ونهشي زه فکر کوم د افغانستان او نړی ستونزې نهحلېږي."
ښاغلی سمیع وايي، پاکستان د افغانستان او امریکا پر وړاندې دوه ګونی سیاست کوي چې نور باید پرې باور ونهشي.
د ده په وینا پر پاکستان د بندیزونو وضع کول به د دې سبب شي چې بالاخره د هغه هېواد خلک هم په خپل حکومت فشار راوړي، څو د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ