د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

ارګ: راتلونکې اوونۍ د سولې د مشورتي بورډ غړي اعلانېږي

ارګ وايي، د "سولې د مشورتي بورډ" د جوړولو کارونه تقریباً بشپړ شوي او راتلونکې اوونۍ به یې غړي اعلان کړي.

د افغانستان حکومت وايي چې دا له طالبانو سره د سولې د پروسې د شفافیت لپاره مهم دی.

په دې ډله کې به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، د ښځو د ټولنو او ولسي شوراګانو استازي شامل وي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن جمعه د نومبر ۱۶مه ازادي راډیو ته وویل:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"دا بورډ به د حکومت له تخنیکي ډلو او د سولې له عالي شورا سره د سولې پر پروسه ګډ کار کوي، دا به همدا راز د حکومت له لوري له مذاکره کوونکي پلاوي سره کار کوي او د افغانستان د سولې په اړه هره پرېکړه به له دې بورډ سره د مشورې پر اساس کېږي. "

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نومبر په ۱۶مه په کابل کې له عبد رب رسول سیاف او د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلمیار هم په دې اړه د خبرو لپاره کتلي دي.

خو په افغانستان کې د سیاسي چارو یو کتونکی انتظار خادم وايي چې د سولې د مشورتي بورډ جوړېدل به د حکومت او طالبانو سوله ځنډنۍ کړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

​انتظار خادم وایي:

"موږ تشویش لرو چې د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکې د یو شمېر خاصو کسانو د ګټو قرباني نه شي، د غني دا پرېکړه چې د ټولنې له ټولو اړخونو سره مشوره وکړي، ښه ده، خو دې بورډ ته د پرېکړې کولو حق ورکول د سولې پروسه لا پېچلې کولای شي."

د انتظار خادم په باور، په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي له وجې حکومت ته لازمه ده چې له طالبانو سره د سولې د موافقې پر لور ګامونه چټک کړي او د سولې د مشورتي بورډ په څېر اضافي خبرې دا بهیر په غیر ضروري ډول اوږدولای شي.

خو په کابل کې د مدني ټولنې یو فعال سمیع دره اي وايي چې د سولې په مذاکرو کې باید ټول افغانان ونډه ولري او د سولې مشورتي بورډ یې منصفانه لار ده.

سمیع دره اي وویل:

"د مشورتي بورډ د جوړېدو بحث د افغانستان خلکو ته یو څه امید ورکړی دی، متاسفانه، که څه هم په افغانستان کې هڅه کېږي چې ټول کارونه د ارګ له ادرسه وشي، خو د مشورتي بورډ جوړېدل کولای شي چې د سولې په بهیر کې ټول خلک دخیل کړي."

د ملي یووالي پر حکومت له ډېرې مودې راهیسې له دې امله چې له طالبانو سره د سولې پروسه باید افغانستان شموله وي، فشار و.

پر حکومت په ځانګړي ډول په دې بهیر کې د ښځو د کمزوري حضور له امله په کور اونړیواله کچه انتقادونه کېدل.

د سولې د مشورتي بورډ غړي لا نه دي معرفي شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد په سيمه کې د سولې په خبرو بوخت دی.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

خلیلزاد په اکټوبر کې هم افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان ته ولاړ او په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې وکړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر استازو ویلي چې په لومړي ګام کې د امریکا له استازو او تر هغه وروسته له حکومت سره خبرې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له طالبانو سره سوله نېږدې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG