د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د پاکستان حکومت له ټولنيزو شبکو غوښتي چې د اسیه بي بي جعلي عکسونه لیرې کړي


د پاکستان حکومت له ټویټر او نورو ټولنيزو شبکو څخه غوښتي چې د اسیه بي بي په اړه دې جعلي عکسونه لیرې کړي.

دا عکسونه داسې ښکاره کوي چې ګواکې عيسوۍ اسيه بي بي له پاکستانه دباندې په کوم بل هېواد کې ده.

  • دا څه وړ عکسونه دي او د پاکستان حکومت ولې دا غوښتنه کړې چې د دوی په وينا، د اسيه بي بي جعلي عکسونه لیرې کړي؟
اسیه بي بي
اسیه بي بي

د پاکستان د معلوماتو وزير فواد چوهدري ويلي چې دا عکسونه ځکه جعلي دي چې ادعا کوي، اسيه بي بي له پاپ فرانسېس سره ليدلي.

دا عکسونه اصلاً د اسيه بي بي د لور دي او د هغه مهال عکسونه دي چې بي بي په زندان کې وه او د دې مېړه او لور يې د عيسویانو له مشر پاپ فرانسېس سره په ايټاليا کې لیدلي وو.

فواد چوهدري وايي، دغو عکسونو يې د هېواد حکومت اندېښمن کړی دی، ځکه په دغو عکسونو کې د تحريک انصاف ګوند یو غړی فضل خان هم ښکاري چې اوس ورته د افراطي اسلام‌پالو له‌خوا د مرګ ګواښونه شوي دي.

خو د پاکستان حکومت پر غوښتنه د بشري حقونو د مدافعينو انتقاد دا دی چې دوی له ټویټره په دې غوښتنې سره اصلاً غواړي چې د مدني ټولنې غړي او فعالان په نښه کړي.

ټویټر مخکې د افراطي اسلام‌پال ګوند (تحريک لبيک پاکستان) د مشر خادم حسین رضوي حساب بند کړ، ځکه ده د اسیه بي بي د راخوشې کولو په پرېکړه کې دخیلو د سترې محکمې د قاضيانو د وژلو غوښتنه کوله.

  • د پاکستان حکومت څه وايي چې اسیه بي بي اوس‌مهال چېرته ده؟

حکومت وايي، اسيه بي بي له زندانه راخوشې شوې ده، خو اوس هم په پاکستان کې په يوه خوندي ځای کې ده.

د دوی په وينا، اسيه بي بي به تر هغه وخته هلته وي چې د راخوشې کېدو قانوني پروسه‌یې بشپړه شي.

دې ته په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د پناه ورکولو وړانديز شوی دی.

  • هالنډ په پاکستان کې له خپله سفارته کارکوونکي بېرته ورغوښتي دي، دغه سفارت نور کوم فعالیتونه درولي دي؟

د هالنډ حکومت ويلي چې د اسيه بي بي مدافع وکيل سيف‌الملوک ته‌یې موقتي پناه ورکړې ده، ځکه هغه ته د مرګ ګواښونه شوي وو.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزير سټيف بلاک ويلي چې په پاکستان کې د هالنډ له سفارته د دې هېواد لوی شمېر ډيپلوماتان بېرته ايستل شوي دي.

همداراز دې هېواد ته د ویزو ورکولو پروسه هم تر هغه وخته درول شوې چې وضعيت بېرته تر کنټرول لاندې شي.

د یادولو وړ ده چې اسیه بي بي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې اسلام ته په سپکاوي تورنه شوه او په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په همدې جرم په اعدام محکومه شوه، خو د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر مياشت کې د پاکستان سترې محکمې وويل چې د بي بي پر وړاندې هېڅ شواهد نه‌لري چې ثابته کړي، مقدساتو ته‌یې سپکاوی کړی دی او د دې د راخوشې کولو پرېکړه‌يې اعلان کړه.

وروسته تر دې اعلانه، د پاکستان افراطي اسلام‌پالو په لویو ښارونو کې لاريونونه وکړل او درې ورځې يې لویې لارې تړلې وې، خو صدراعظم عمران خان له دوی سره په مذاکراتو کې موافقه وکړه چې د اسيه بي بي قضيه به له سره وکتل شي او د بیا کتنې تر بشپړېدو مخکې به بي بي ته له پاکستانه د وتلو اجازه نه‌ورکوي.

XS
SM
MD
LG