د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

عوامي نشنل ګوند خپل جګپوړي غړي "بشرا ګوهر" او "افرسیاب خټک" له ګونده وایستل


د پاکستان د پښتون ملتپاله سیاسي ګوند عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د دغه ګوند د دوو جګ‌پوړو غړو افراسیاب خټک او بشرا ګوهر د ګوند بنسټیز غړیتوب وځنډاوه او له ګونده‌یې وایستل.

افراسیاب خټک د عوامي نشنل ګوند په جګپوړو غړو کې حسابېده او بشرا ګوهر د دغه ګوند مرکزي مرستیاله مشره وه.

ښاغلی خټک د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی هم پاتې شوی دی.

عوامي نشنل ګوند څو ورځې مخکې له افراسیاب خټک او بشرا ګوهر نه د ګوند د پالېسۍ پر ضد د فعالیتونو له امله سپیناوی غوښتی و، خو دغه ګوند د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځوابونه د ګوند د مرکزي قونسل یا شورا لپاره د قناعت وړ نه‌ول.

اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

په دغه اعلامیه کې د ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په حواله ویل شوي:

"د دغه دواړو مشرانو د ګوند بنسټیز غړیتوب له دې امله وځنډول شو چې د ګوند پر ضد یې هلې ځلې کولې او په ټولنیزو رسنیو کې یې د ګوند د پلویانو ترمنځ انتشار اچاوه."

اعلامیه کاږي چې ګوند دغه دواړو مشرانو ته څو ځله خبرداری ورکړی و چې له خپلو ګوند ضد هلو ځلو او څرګندونو لاس واخلي.

د عوامي نشنل ګوند له‌خوا په دغه اعلامیه کې دا نه‌دي ویل شوي چې افراسیاب خټک او بشرا ګوهر پر ټولنیزو رسنیو د ګوند پر ضد کومې هلې ځلې کړې وې.

که څه هم بشرا ګوهر د عوامي نشنل ګوند د مشر له‌خوا له ګونده د ایستلو پر پرېکړې څه نه‌دي ویلي، خو افراسیاب خټک بیا پر خپلې ټویټرپاڼې د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي:

"سیاسي کارکوونکي په بې‌انصافۍ له ګونده ایستل کېدای شي، خو له سیاسته‌یې څوک نه‌شي ایستلی."

ښاغلي خټک همدا شان له خپلو ملګرو مننه کړې چې په‌دې شېبه کې یې تر څنګ ولاړ دي او ټینګار یې کړی چې د ظلم ناخوالو پر ضد به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

له بلې خوا بیا د عوامي نشنل ګوند د مشر له‌خوا له ګونده د اغلې بشرا ګوهر او افراسیاب خټک ایستلو وروسته د دغه ګوند مرکزي سکرترې جمیلې ګېلاني هم احتجاجاً له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

نوموړې د ګوند له مرکزي سکرترۍ د خپلې استعفا خبر له خپلې ټویټرپاڼې خپور کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د عوامي نشنل ګوند ډېری پلویانو او د دواړو مشرانو خواخوږیو د ګوند دغه پرېکړه غندلې او تور یې لګولی چې عوامي نشنل ګوند خپل مهم غړي د سیاسي ګټو قرباني کړل.

XS
SM
MD
LG