کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول په دې برخه کې د امریکا د هڅو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د مسکو په ناسته کې د ملي یووالي حکومت د رسمي استازو د نهګډون سره سره دې ناستې په کور دننه او بهر د افغان کړکېچ سیاسي حل ته هیلې زیاتې کړې دي.
ورځپاڼه لیکي:
سره له دې چې امریکا دې ناستې ته رسمي پلاوی نهدی استولی، خو د دې ناستې له پیل سره هممهاله افغانستان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوهم سفر ښيي چې متحده ایالاتو هم خپل تحرک زیات کړی دی.
ویسا د یو شمېر طالب چارواکو له دې ډلې په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ د سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په حواله لیکلي چې امریکا له ۱۷ کلنې جګړې وروسته اوس پرېکړه کړې چې افغان کړکېچ ته سیاسي حللاره پیدا کړي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې کابل ته د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي د بیا سفر او له ولسمشر غني سره یې د لیدنې او خبرو په اړه لیکلي دي.
انیس لیکي، ولسمشر غني په دغه لیدنه کې خلیلزاد ته ویلي چې افغان حکومت له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې د افغانانو په مالکیت سوله راولي.
په سرمقاله کې راغلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دغه لیدنه کې ولسمشر غني ته د خپل تازه مأموریت په لړ کې د خپل دوهم کاري سفر او دغهشان پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد ولسمشر ته ویلي چې د سیمې هېوادونو ته تر سفر وروسته به بېرته کابل ته راځي او نتایج به له ده سره شریکوي.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې ښاغلي خلیلزاد خپل دغه سفر په داسې حال کې پیل کړی چې د تېرې جمعې په ورځ مسکو د افغان سولې په تړاو د یوې داسې غونډې کوربه و چې د افغانستان د سولې عالي شورا طالبانو او دغهشان د سیمې د ۱۰ هېوادونو استازو پهکې ګډون کړی وو.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د خلیلزاد مأموریت ستونزمن دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو تر ناستې وروسته زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره خپل دوهم مأموریت پیل کړی.
په سرمقاله کې راغلي نوموړی تېره ورځ کابل ته راغی او له یو شمېر شخصیتونو سرهیې کتلي دي.
خو په سرمقاله کې دا هم راغلي چې خلیلزاد یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي او د افغانستان د سولې په اړهیې ورسره خبرې کړې دي.
ورځپاڼه لیکي، طالبانو د مسکو په ناسته کې وویل چې د سولې د خبرو د پیل لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د سرمقاله لیکونکي په باور دا امریکا ته یو ډول خبرداری و چې د دوی د ځواکونو په موجودیت کې د سولې خبرې ناشونې دي، نو ځکه لیکي چې ښايي اوس دا مأموریت د خلیلزاد لپاره ستونزمن شوی وي.