د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۵

۸ لوی هېوادونه به وکړای شي راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې له ايرانه تېل وارد کړي


امريکا د تېرې دوشنبې په ورځ د ايران د تيلو پر صادراتو نوي بندیزونه ولګول چې ګواکې دا تهران د منځني ختيځ په یو شمېر کړکېچونو کې لاسوهنه کوي.

واشنګټن پر نورو هېوادونو هم فشارونه زيات کړل چې له ايرانه د تيلو واردات صفر ته ورسوي، خو د بیو لوړېدو له بېرې، امریکا د ایران د تيلو تر ټولو لويو پيرونکو چين، هندوستان، جنوبي کوریا، جاپان، ايټاليا، يونان، تايوان او ترکيه مستثنا اعلان کړل.

د ايران تېل پيرونکي اته لوی هېوادونه د دې هېواد د تیلو د پلور ۷۰ فيصده برخه جوړوي او دا هېواونه به وکړای شي په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې له ايرانه تېل وارد کړي.

واشنګټن او مستثنا اعلان شوي هېوادونو دا معلومات نه‌دي علني کړي چې له ايرانه به څومره تيلو ته د واردولو اجازه وي يا په کومو شرايطو به بيا هم موافقې کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې برنسټاين انرژي شرکت اټکل کوي چې د ايران د تیلو صادرات به د استثنا اعلان شوې مودې پر مهال په ورځ کې له ۱.۴ څخه تر ۱.۵ میليونو بيرلو رسېږي. دا اندازه د ۲۰۱۸میلادي کال په منځنۍ موده کې هر ورځ د درې میليونه بيرله دي.

د امريکا پانګوال بانک جې پي مورګن ويلي چې د لېږد د بيمې په اخېستلو کې ستونزې به د تيلو په صادراتو کې په چټکۍ سره کمی راولي لکه د تېرو نړيوالو بندیزونو پر مهال.

په ۱۸۰ ورځو کې دا استثنا له‌منځه ځي او تمه کېږي نوي استثنات به وټاکل شي.

  • چین

په چين کې يوې سرچينې رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې هېواد به يې ښايي شپږ نورې مياشتې استثنا تر لاسه کړي.

چین په نړۍ کې تر ټولو لوی د اومو تيلو تر ټولو لوی پيرونکی او همدا راز د ايران د تيلو پيرونکی هېواد دی. د دې هېواد دولتي تېل تصفيه کوونکو شرکتونو له بنديزونو د استثنا په خاطر ډېره لابي کړې ده.

  • هند

هندوستان د نړۍ د تيلو درېيم تر ټولو لوی پيرونکی هېواد دی. دغه هېواد د ايراني تيلو دوهم لوی پيرونکی دی.

  • جنوبي کوریا

جنوبي کوریا هم د ايران د اومو تيلو پېرونکی هېواد دی. د امریکا دغه نېږدې متحد هېواد تر بنديزونو مخکې له ايرانه د تېلو واردات درولي، خو د تیلو د صنعت په نورو برخو کې د استثنا لپاره لابي کوي.

روانه اوونۍ راپورونو څرګنده کړه چې جنوبي کوریا هم له بنديزونو استثنا تر لاسه کړې ده.

  • جاپان

جاپان د امريکا یوه بل اسيايي متحد هېواد هم تر بنديزونو عملي کېدو مخکې له ايرانه تېل پېرل درولي وو، خو د ۱۸۰ ورځو لپاره يې د نا څرګنده اندازې تيلو د واردلو استثنا تر لاسه کړې ده.


تايوان

تايوان یوازینی داسې هېواد دی چې په دوامداره توګه له ايرانه تېل نه پېري او د دې هېواد د استثنا په اړه هېڅ معلومات نه‌دي خپاره شوي.

  • ايټالیا او یونان

په وروستیو اوونیو کې ايټالیا او یونان په بشپړه توګه له ايرانه تېل پېرل بند کړي، خو کله چې دا دواړه هېوادونه له بندیزونو مستثنا اعلان شول، د تيلو د بازار سرچينو ويلي چې تمه يې نه درلوده خو اوس به د تیلو پيرلو امکان وارزوي.

ترکیه

ترکيې هم ويلي چې وروسته له استثنا تر لاسه کولو به له ايرانه د تيلو پيرلو په اړه غور کوي، خو د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ وويل چې هېواد به يې د بنديزونو درناوی نه کوي ځکه د ده په وينا دا بنديزونه نړۍ بې توازنه کوي.

XS
SM
MD
LG