د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د ټرمپ ادارې د پناه غوښتونکو په اړه نوي محدویتونه اعلان کړل


د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرون پنجشنبې د پناه غوښتونکو کډوالو په اړه نوي محدویتونه اعلان کړل.

د دې محدویتونو له مخې هغه خلک له پناه غوښتنې محرومېږي چې له مکسیکو سره د متحدایالاتو له جنوبي پولو په غیرقانوني ډول د دې هېواد قلمرو ته ننوځي.

دا محدودیتونه چې پرون اعلان شول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغه فرمان کې راغلي دي چې ټاکل شوې وروسته به لاسلیک او توشیح شي.

د امریکا د نوېو مقراراتو له مخې هغه کډوال چې له جنوبي پولو امریکا ته ننوځي یوازې هغه مهال د پناه غوښتنې حق ترلاسه کوي چې که خپله دا غوښتنه متحد ایالاتو ته د ننوتلو پرمهال رسماً په بندرونو کې وکړي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې په سرحدي بندري ښارونو کې بشري او اداري امکانات زیات دي او چارواکي کولای شي چې د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه په دقت او سرعت سره وڅېړي.

دې چارواکي چې د خپل هویت د نه ښودلو په شرط د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته معلومات ورکول؛ وویل، مسوول چارواکي هڅه کوي چې د کډوالو د پناه غوښتنې درخواستونه یوه چینل ته راجع کړي څو په سم ډول وڅېړل شي.

د کډوالو ملاتړو فعالانو دا اقدام غندلی او وايي، دا د امریکا له هغه قانونه سرغړاوی دی چې هغو خلکو ته چې په خپلو هېوادونو کې له تعقیب او زور زیاتي تښتي، دې ته له پام پرته چې څه ډول امریکا ته داخل شوي دي د پناه غوښتني اجازه ورکوي.

د ټرمپ ادارې لا له پخوا د کډوالو لپاره د پناه غوښتونکي په توګه د منلو شرایط ستونزمن کړي، خو چارواکي استدلال کوي چې ولسمشر ټرمپ دا صلاحیت لري چې د ملي ګټو لپاره پر کډوالو محدودیت ولګوي.

امریکايي چارواکي وايي چې د متحدایالاتو د پناه غوښتنې اوسني قوانین کډوال هڅوي چې له غیر قانوني لارو امریکا ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG