د نوومبر په اوومه نېټه د اروپايي پارلمان رئیس انتونیو تاجاني پر خپله ټویټرپاڼه وليکل:
"اسیه بي بي له زندانه خوشې شوه او یوه خوندي ځای ته انتقال شوه. زه د پاکستاني چارواکو مننه کوم. له دې او د دې له کورنۍ سره لیدو ته سترګې په لاره يم."
د اسيه بي بي مدافع وکيل سيف الملوک هم په همدې ورځ رسنیو ته وویل چې اسيه بي بي له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه دباندې وړل شوې، خو ده ويلي ورته معلومه نهده کوم ځای ته؟
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند محمد فيصل نن د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» د نوومبر په اتمه نېټه رسنیو ته وويل چې هغه راپورونه ناسم دي چې وایي اسیه بي بي له پاکستانه بهر تللې ده.
ده زياته کړه:
"له پاکستانه د اسیه بي بي د وتلو په اړه چې کوم راپورونه دي، زه به يې په اړه ښکاره ووايم چې اسيه بي بي په پاکستان کې دننه په يوه خوندي ځای کې ده. زه هيله لرم چې داسې خبرونه مخکې تر خپرېدو باید تأيید شي."
اسيه بي بي په ۲۰۰۹میلادي کال کې اسلام ته په سپکاوي تورنه شوه او په ۲۰۱۰میلادي کال کې محکمې دا په اعدام محکومه کړه.
د پاکستان سترې محکمې دې پرېکړې ته بیا کتنه وکړه او د ۲۰۱۸میلادي کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د اسيه بي بي پر وړاندې د کافي ثبوت نه شتون په خاطر د دې د خوشې کېدو پرېکړه واوروله، خو له دې پریکړې سره سم په پاکستان کې افراطي اسلامپالو د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضیه لاريونونه پيل کړل او لویې لارې يې وتړلې.
له افراطي اسلامپاله ګوند تحريک لبيک پاکستان ګوند سره د اعتراضیه لاریونونو ختمولو په خاطر د مذاکراتو په نتيجه کې د پاکستان حکومت د نوومبر په درېيمه نېټه څرګنده کړه چې د اسيه بي بي پر بهر ته سفر به بنديز ولګوي.
همدا راز د سترې محکمې د پريکړې هغه ارزونه وځنډول شوه چې وايي، اسیه بي بې بايد راخوشې شي.
اسیه بي بي د پنځو کوچنیانو مور ده او پر دې لګېدلي مقدساتو ته د سپکاوي تورونه یې په تکراري توګه رد کړي.
د دې مېړه عاشق مسيح له لويديځو هېوادونو د پناه غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د ده کورنۍ په پاکستان کې له خطر سره مخامخ ده.
د اسيه بي بي مدافع وکيل سيف الملوک هالنډ ته پناه وړې ده.
د سې شنبې په ورځ د نوومبر په شپږمه نېټه د ايټاليا د کورنیو چارو وزير ماتئو سالویني يوې ايټالوۍ راډيو ته وويل چې دوی يوه داسې هېواد ته د اسیه بي بي او د دې د کورنۍ د لېږلو هڅې کوي چې هلته يې ژوند خوندي وي او د وژل کېدو له تهديد سره مخامخ نه وي.
په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی د اعدام سزا لري او پرته له ثبوته يوازې يوه اوازه هم د يوه کس د وژل کېدو لامل کېدای شي.