د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ولسمشر غني: افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او لوړه روحیه لري


په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړې له بل هر وخته زیات زور اخېستی ولسمشر غني وايي، افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او لوړه روحیه لري.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵»​ د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره یوځای په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو د سل زرو بهرنیو ځواکونو تشه ډکه کړې ده.

دی وايي:

"هغه بار او مسوولیت چې د څه باندې سل زرو بهرنیو مجهزو ځواکونو په اوږو وو، اوس زموږ د ځواکونه په اوږو بار دی، که سم قضاوت کېږي نو داسې باید وي چې موږ دغه مسوولیت په کوم حالت کې واخېست، څه اصلاحات مو رامنځته کړل او څرنګه پرمخ ځو. موږ ستاسې نه مننه کوو چې د کمانډو په دوه برابرولو او د هوايي ځواکونو په درې برابرولو کې مو له موږ سره همکاري کړې ده."

ښاغلي غني د سولې د پروسې او د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه هم وغږېد او د دغو انتخاباتو د امنیت په خوندیتوب کې یې د افغان امنیتي ځواکونو فعالیتونه وستایل.

ینس سټولټنبرګ د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په سهار په یوه نااعلان شوي سفر کې کابل ته راغی او پر ولسمشر غني سربېره یې د افغان دولت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

ښاغلي سټولټنبرګ له طالبانو وغوښتل چې د سولې لاره غوره کړي او تاکید يې وکړ، که غواړي د افغانستان د راتلونکې یوه برخه اوسي باید د سولې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.

ده وویل، د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې او د افغانستان د پیاوړي کېدو لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ګډه سره افغان امنیتي ځواکونه روزو، مشورې ورکوو او مرسته ورسره کوو چې دغه هېواد خوندي او امنیت ولري او بیا د ترورېزم په ځاله بدل نه‎شي. په نننۍ کتنه موږ واضح کړه چې د ناټو مرستې به دوام ولري."

ناټو اوس‎مهال په افغانستان کې ۱۶۰۰۰ ځواکونه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او دوی ته په مشورو ورکولو بوخت دي او د مخالفینو پر وړاندې جګړه کې ورسره مرسته کوي.

افغان چارواکي له خپلو ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې مرستې مهمې ګڼي او تل يې له امریکا او ناټو غوښتي چې د افغان ځواکونو د وړتیاو د لوړولو په هدف خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG