د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې سره وليدل.
ولسمشر غني له سټولټنبرګ سره د لیدو پر مهال په ګډه خبري غونډه کې وويل:
"د هېواد امنیتي او دفاعي قواوو په خپلو قربانيانو ثابته کړې چې اوس له ناټو سره اړوند نه بلکه ورسره شريک دي."
افغان ولسمشر همدا راز پر ټاکل شوي وخت د ولسمشريزو انتخاباتو پر کېدو ټينګار وکړ او وې ويل:
"د پارلماني انتخاباتو په تر سره کېدو سره د حکومت اراده ثابته شوه او د ولسمشرۍ انتخابات په ټاکل شوې موده کې کيږي."
ده وويل، حکومت ژمن دی چې خلک د ټول شريکو، هر اړخېزو او شفافو انتخاباتو پر اساس کسان انتخاب کړي.
د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ په دې خبري کنفرانس کې د افغان امنیتي ځواکونو ستاينه وکړه او په افغانستان کې د سولې پر هڅو یې ټينګار وکړ.