د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د پاکستان صدراعظم د مولانا سمیع الحق د قاتلانو د نیولو غږ کړی


مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

د پاکستان صدراعظم، عمران خان د جمعیت علماء اسلام ډلې د مشر، مولانا سمیع الحق قتل غندلی او د هغه د قاتلانو د نیولو غږ یې کړی دی.

مولانا سمیع الحق ۸۱ کلن و.

هغه د جمعې په ورځ په راولپېنډۍ کې په خپل کور کې د ناڅرګندو کسانو له‎خوا ووژل شو.

مولانا سمیع الحق په خپل کور کې یوازې اوسېده
مولانا سمیع الحق په خپل کور کې یوازې اوسېده

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله، هغه په پاکستان کې د جون په ۲۵مه، په پارلماني ټاکنو کې د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند پلوي کړې وه.

د مولانا سمېع الحق مړی پرون شنبه د نوومبر ۳مه، د خېبر پښتونخوا د نوښار په اکوړه سیمه کې خاورو ته وسپارل شو چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو او زرګونه کسانو ګډون په‎کې وکړ.

د پولیسو په ابتدايي پلټنو کې تأیید شوې چې هغه په چړو وهل شوی دی.

هېڅ ډلې تر اوسه د هغه د قتل مسوولیت نه‎دی اخېستی.

د پاکستان پولیس وايي چې د سمیع الحق د قتل انګېزه لا معلومه نه‎ده.

د جمعیت علماء‌ اسلام «س» ګوند ویاند، مولانا یوسف شاه پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې مولانا سمیع الحق په خپل کور کې یوازې اوسېده او یوه ملګري یې خدمت کاوه.

مولانا یوسف شاه:

"مازدیګر تقریباً شپږ بجې، یو شمېر کسان کور ته ور ننوتل، هغه يې په چړو او خنجرونو وهلی دی، د هغه ملګری په سودا پسې وتلی و او ټوله پېښه په ۲۰ دقیقو کې شوې ده."

په پاکستان کې ازاد خبریال او سیاسي کتونکی، رحیم الله یوسفزي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې مولانا سمیع الحق د پاکستاني طالبانو په استازیتوب له حکومت سره چنې وهلې او له دې امله نیوکې ورباندې کېدې.

رحیم الله یوسفزی
رحیم الله یوسفزی

رحیم الله یوسفزي زیاته کړه:

"پر ده دا انتقاد کېده چې د طالبانو ملګرتیا کوي، د هغه مذهبي او سیاسي خیالات ډېر د سخت دریځي پر خوا دي، سخت دریځي دی."

د ملا محمد عمر په ګډون د طالبانو ډېرو مشرانو په خېبر پښتونخوا کې د مولانا سمیع الحق په مدرسه دارالعلوم حقانیه کې زده کړې کړي دي.

د رپوټونو پر اساس، په افغانستان کې ګڼ شمېر دیني عالمانو په وروستیو کې له سمیع الحقه غوښتنه کړې وه چې په طالبانو کې د نفوذ له لارې، هغوی د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG