د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

اسیه بي بي چې په پاکستان کې مقدساتو په سپکاوي تورنه ده، ممنوع الخروج شوه


هغه مسیحي مېرمن چې په پاکستان کې مقدساتو په سپکاوي تورنه ده، ممنوع الخروج شوه.

له هېواده د اسیه بي بي د وتلو د بندیز هوکړه د حکومت او یوې تندلارې اسلامي ډلې تحریک لبیک تر منځ وشوه.

په پاکستاني رسنیو کې د لاسلیک شوې هوکړې انځورونه خپاره شوي چې له مخې یې اسیه بي بي په ممنوع الخروج لېست کې بېرته شاملېږي، څو له هېواده بهر لاړه نه شي.

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت ومنله چې د اسیه بي بي د برائت پر حکم به له سره غور کېږي، دغې تندلارې ډلې په پاکستان کې اعتراضونه ختم کړل.

پیر اعجاز قادري د تحریک لبیک پاکستان ویاند دی، هغه نن ویلي چې ګوند یې خپلو هغو زرګونو پلویانو ته چې د پاکستان په لویو ښارونو کې یې اعتراضونه پیل کړې وو، وویل چې لاریونونه ختم کړي.

همدې ډلې د پاکستان د سترې محکمې له خوا اسیه بي بي ته د برائت ورکولو په اعتراض له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ټول هېواد کې لاریونونه وکړل او لویې لارې یې تړلې وې.

اسیه بي بي په پاکستان کې یوه عیسوۍ او د څلورو ماشومانو مور ده چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور له تېرو اتو کلونو راهیسې په زندان کې ده.

د پاکستان سترې محکې د اکتوبر په ۳۱ مه د بي بي د خوشې کېدو حکم ورکړ.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري نن شنبه ویلي چې اسیه بې بې به تر هغو له دې هېواده له وتلو منعه شي چې ستره محکمه پر خپل حکم وروستی غور کوي.

محکمې ویلي، داسې کافي شواهد نشته چې وښیيي چې اسیه بې بې مقدساتو ته سپکاوی کړی وي.

دغه حکم په نړۍ کې د مسیحیانو او د بشري حقونو د فعالانو له خوا وستایل شو، خو په پاکستان کې دننه اسلامپالې تندلارې ډلې یې وقهرولې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته ولس ته په یوه ټلویزیوني وینا کې د دغې پرېکړې دفاع کړې وه او دا یې د قانون مطابق ګڼلې وه او پر لاریونوالو یې غږ کړی و چې ریاست دې وروستي اقدام او تشدد ته نه هڅوي.

عمران خان
عمران خان

په پاکستان کې تر اوسه مقدساتو ته د سپکاوي په تور سزا چې اعدام دی، نه ده عملې شوې، خو شل تنه چې همدا تور ورباندي لګول شوی، د نورو له خوا وژل شوي دي.

هغه کسان لکه اسیه بي بي چې مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي، خو وروسته خوشې شوي دي، د ځان د خوندیتوب لپاره له دغه هېواده تللي دي.

مسیحیان د پاکستان د نفوس دوه فیصده جوړوي او ډېری وخت تبعیضي چلند ورسره کېږي.

په همدې حال کې د بي بي مدافع وکیل سیف الملوک نن له پاکستانه ولاړ، ځکه دده په وینا، ژوند یې په خطر کې و.

نوموړی مخکې تر دې چې د اروپا پر لور روان شي، وویل چې په اوسنیو حالاتو کې امکان نه لري چې په پاکستان کې ژوند وکړي.

هغه دا هم ویلي، د اسیه بي بي د قانوني مبارزې د مخته وړلو لپاره باید ژوندی پاتې شي.

د نومبر په ۲ مه لاریون کوونکو په پلازمېنه اسلام اباد کې شعارونه ورکول چې کفر ویوونکي او قاضیان دي، په دار وځړول شي.

د تحریک لبیک ګوند تېرکال د څو اوونیو لپاره په اسلام اباد کې لاریونونه وکړل او په پاکستان کې یې مقدساتو ته د سپکاوي د جنجالي قوانینو د بشپړ تطبیق کولو غوښتنه کوله.

د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو مذهبي ازادیو کمېسیون په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شو، راغلي چې دا مهال په پاکستان کې ۴۰ تنه مقدساتو ته د سپکاوي په تور د اعدام او یا د عمري بند په لېست کې دي.

XS
SM
MD
LG