د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

عمران خان په پور پسې چین ته تللی او د چین له ولسمشر سره یې کتلي


د پاکستان صدراعظم، عمران خان د چین له ولسمشر شې جېن پېنګ سره وکتل.

خان پرون پنجشنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه په پور پسې چین ته ولاړ.

د راپورونو په حواله، عمران خان او شي جين پېنګ نن جمعه د پاکستان پر بحراني مالي وضعیت خبرې کړې دي.

د خان او شي د نننۍ کتنې ډېر جزیات لا نه دي خپاره شوي.

خو د پاکستان د پلان، پراختیا او اصلاحاتو وزیر مخدوم خسرو بختیار چین ته تر روانېدو مخکې په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د صدراعظم په دې پنځه ورځني سفر کې به د پاکستان پر ضرورتونو تمرکز وشي.

عمران خان د جولای په میاشت کې د پاکستان د صدراعظم پر څوکۍ کېناست او له هغه راهیسې د مالي بحران تر فشار لاندې دی.

د خوراکي موادو، تېلو، برښنا او ګازو د نرخ لوړېدو د پاکستان پر ولس اقتصادي فشار زیات کړی او د حکومت په وړاندې د خلکو قهر ورځ په ورځ زیاتېږي.

پاکستان له چینه د بیارغونې پر سترو پروژو د پانګونې لپاره مخکې هم ميلیاردونه ډالر پور کړی دی.

په پاکستان کې د ګوادر بندر په ګډون، ډېرې پروژې چې د یوې لار یو کمربند پروژې برخې دي، د چین په مالي کومک جوړېږي.

د چین حکومت د پور او د مرستې په ډول تقریباً ۶۰ ميلیارده ډالر په پاکستان کې پر بندرونو، د برق پر سټېشنونو، پلونو او صنعتي پارکونو بند کړې دي.

د پاکستان حکومت د چین د پور پرې کولو لپاره یوې چینايي کمپنۍ ته د ګوادر پر بندر ۸۰ فیصده حق ورکړ او ۹۹ کلن قرارداد یې ورسره وکړ .

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لوکوانګ د اکټوبر په ۳۱ مه وویل چې په پاکستان کې اقتصادي پروژې دواړو هېوادونو ته ګټه رسولای شي.

ده ادعا وکړه چې پاکستان د چین پراختیايي پروژو ته د مالي فشار د زیاتېدو د عامل په توګه نه ګوري.

پاکستان له اوسني خراب مالي وضعیته د وتلو لپاره د پيسو له نړیوال صندوقه اته ميلیارده ډالر پور غوښتی دی.

ټاکل شوې چې د دې ادارې یو پلاوی راتلونکې اوونۍ پاکستان ته ولاړ شي او هلته وضعیت وګوري.

خو د امریکا متحدو ایالاتو د پېسو پر نړیوال صندوق غږ کړی چې په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي او پاکستان ته دي داسې پور نه ورکوي چې اسلام اباد یې د چین د پورونو د پرې کولو لپاره ولګوي.

واشنګټن د پېسو په نړیوال صندوق کې معتبر ځای لري او پر پرېکړو یې اغېز کولای شی.

له دې امله پاکستان غواړي چې د پيسو له نړیوال صندوقه خپل پور کم کړي او له دې امله یې سعودي عربستان او چین ته لاس ور غځولی دی.

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان تېره میاشت له پاکستان سره د شپږ ميلیاردو ډالرو پور ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG