د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر یو لړ مسايلو خبرې کړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د وضعیت په ګډون د پاکستان او ایران ترمنځ پر یو لړ دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په ملتیا پاکستان په یو ورځني سفر د دې هېواد پایتخت اسلام‌اباد ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي:

"د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل ایراني سیال سره د افغانستان په ګډون د سیاسي، اقتصادي او دفاعي اړیکو د لاپراختیا او پر ایران د امریکا د احتمالي بندیزونو په صورت کې د ګډ کار کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي."

خبرپاڼه په‌دې اړه کاږي:

"د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې په سیمه کې زیاتېدونکو ننګونو ته په ګتو د ایران او پاکستان لپاره دا ښه موقع ده چې د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه له نږدې کار وکړي."

په پاکستان کې د عمران په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا اسلام‌اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف دوهم سفر دی.

ظریف په داسې وخت کې د اسلام‌اباد دوهم سفر کړی چې وسله‌والو د تېرې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان او ایران پر پوله ۱۴ ایراني سرتېري وتښتول چې بیا وروسته ایران پر پاکستان غږ وکړ چې د تښتول شویو سرتېرو په موندلو کې دې مرسته وکړي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه‌دي ویلي چې ایا جواد ظریف اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني سیال سره د خپلو سرتېرو په اړه خبرې کړې دي که نه؟ خو د بهرنیو چارو د وزیر په حواله‌یې ویلي:

"د پاکستان او ایران ترمنځ پوله د امن او ارامۍ سرحد دی او پاکستان به هېڅکله دا اجازه ورنه‌کړي چې دا سرحد ناارامه شي."

ایران ادعا کوي چې وسله‌والو یې تښتول شوي سرتېري د پاکستان بلوچستان سیمې ته اړولي دي.

د یادونې وړ ده چې د ایراني سرتېرو د تښتولو مسؤلیت د جیش‌العدل په نامه هغې سُني وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی چې تر دې مخکې یې پر ایراني ځواکونو بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG