د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د ارزګان چارواکي: ۱۰ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له لیرو سیمو څخه د جګړې له کبله رابې‌ځايه شوي کورنۍ وايي، روانو جګړو ترې هر څه اخیستي او د ژمي لپاره سرپناه نه‌لري او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

دوی غوښتنه کوي چې دولت د ژمي لپاره د سرپناه ځایونه ورته پیدا کړي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته دې ورسره وکړي.

په ورته وخت کې د ارزګان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداري مسؤلین وايي، دغلته ۱۰ زره کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په‌دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG