د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د انتخاباتو کمېسیون: له ۲۰ ولایتونو انتخاباتي مواد او رأیې کابل ته رسېدلي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ۲۰ ولایتونو انتخاباتي مواد او رأیې کابل ته رسېدلي او ټاکل شوې چې تر راتلونکې اوونۍ پورې د کمېسیون ډېتابېس ته له بایو مټریک دستګاوو نه د معلوماتو د انتقال بهیر پیل شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‎الله سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې د بایو مټریک پاتې دستګاوې به هم تر راتلونکو څو ورځو پورې کابل ته ورسېږي او له هغه وروسته به له دې دستګاوو نه ډېټابېس ته د معلوماتو د لېږد بهیر پیل شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"همدا اوس زموږ همکاران په ډېټا سنټر کې کار کوي، څو کوم نتایج چې له ولایتونو نه کابل ته رسېدلي سیستم ته دننه کړي، له دغې پروسې په دقت څارنه کېږي او موږ هڅه کوو چې په لنډ وخت کې نتایج سیستم ته داخل کړو، تر دې مهاله له ۲۰ ولایتونو بایو مټریک دستګاوې کابل ته رسېدلي او تر راتلونکو ورځو به پاتې دستګاوې هم راورسېږي."

ښاغلی سادات وايي، له بایو مټریک دستګاوو نه ډېټابېس ته د معلوماتو د انتقال د بهیر د څارنې لپاره له بېلابېلو بنسټونو نه ۳۰ ناظرین ګمارل شوي، څو دغه بهیر وڅاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې تر دې مهاله د کابل، پنجشیر، پروان، خوست، لغمان او ننګرهار ولایت د بایو مټریک دستګاوو نه معلومات د کمېسیون ډېټابېس ته داخل شوي دي.

د ټاکلي مهالوېش له مخې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹مه نېټه د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او په راتلونکو لسو ورځو کې باید د څلور میلیونه رأی ورکوونکو معلومات ډېټابېس ته دننه کړي.

خو له دې ټولو سره سره له دې مخکې دغه کمېسیون ویلي، ښايي د رأیو د لومړني پایلو اعلان وځنډېږي.

بل‎خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد وايي، د ټاکلې نېټې له مخې دواړه کمېسیونونه د رأیو په جمع‌بندۍ کې پاتې راغلي او که اوس دوی په دغه بهیر کې د لازم دقت پر ځای له بیړې نه کار واخلي، نو دغه پروسه به له يوې بلې ننګونې سره مخ کړي.

د فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد
د فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"له بده‎مرغه په ټاکلي وخت جمع‌بندي ونه‎شوه، د دواړو کمېسیونونو ترمنځ همغږي هم نه‎وه، ۱۲ زرو شکایتونو ته رسېدنه کافي وخت ته اړتیا لري، له بایو مټریک دستګاوو نه ډېټابېس ته د معلوماتو انتقال هم ساده کار نه‎دی، نو که په‎دې برخه کې له بیړې کار واخیستل شي نو باید د يوې عادلانه پرېکړې انتظار ونه‎لرو."

ښاغلی رشید ټینګار کوي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید د خلکو رأیو ته درناوی وکړي او په دقت سره تورې رأیې له سپینو بېلې کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG