د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د ځوانو نوماندانو ملي اجماع: له بایو مټریک پرته رأیې د منلو وړ نه‌دي


د افغانستان ولسي جرګې ته د ځوانو نوماندانو ملي اجماع وايي، له بایو مټریک پرته رأیې ورته د منلو وړ نه‌دي.

دغه اجماع وايي، په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او یوازې هغه رأیې به ومني چې بایو مټریک شوي دي.

یو شمېر دغو نوماندانو د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د انتخاباتو د رأیو په بیا شمېرلو ټینګار وکړ.

دغو ځوانو نوماندانو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۹» د یوه خبري کنفرانس پر مهال د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه هم وغوښتل چې شکایتونو ته په بشپړې بې‌طرفۍ رسېدنه وکړي.

د ختیځ زون په استازیتوب شمشاد شینواري په دې اړه وویل:

"په ختیځ زون کې زموږ داسې مراکز د امنیت د نشتوالي په نوم بند شول چې په زرګونه کسانو په‌کې سټیکر لګولي، خو د انتخاباتو په ورځ له رأی ورکولو محروم شول، که له سره رأی شمېرنه ونه‌شي، دا پارلمان به هم د پخواني غوندې ډېرې ستونزې ولري."

په دغه غونډه کې د پکتیا په استازیتوب حنیف احمدزي وویل، یوازې هغه رأیې ورته د منلو وړ دي چې بایو مټریک شوي دي.

ده وویل:

"له موږ سره همداسې ژمنه شوې وه چې رأیې به بایو مټریک کېږي، موږ ته یوازې بایو مټریک شوې رأیې د منلو وړ دي، د ولس وخت په دې ضایع شو، حتی ما هم ونه‌شو کولای چې رأیه وکاروم، ځکه چې د ډېرو په شمول، زما نوم هم په لېست کې نه‌و."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له بایو مټریک او بارکوډ پرته رأیې به هم وشمېرل شي.

د دغه کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل، هغه رأيې چې د رأی ورکوونکو له نوملړ سره مطابقت ولري، د اعتبار وړ دي.

له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړی و چې له بایو مټریک پرته رأیې ورته په هېڅ صورت د منلو وړ نه‌دي او باید ونه‌‌شمېرل شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ورته نږدې ۱۲ زره شکایتونه ثبت شوي او هر شکایت به په بشپړې بې‌طرفۍ او شفافیت وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"شکایتونو کمېسیون ته په ډېره اندازه یعنې نږدې ۱۲ زره شکایتونه رسېدلي او د څېړلو په حال کې دي او له حقوقي تحلیل وروسته به پرېکړه کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د شکایاتو کمېسیون دنده لري چې عدالت تأمین او هره يوه پاکه رأيه باید خوندي کړي.

نوموړي وویل، هغه رأیې چې ناحقه وي او له غیر شفافو لارو کارېدلي وي، باید باطلې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG