پهداسې حال کې چې د ایران د تېلو پر صادراتو د امریکا د بندیزونو لګولو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، هند او چین ویلي چې له ایران څخه به د تېلو اخیستو ته دوام ورکړي.
شپږ ورځې وروسته د نومبر په پنځمه د ایران پر تېلو د امریکا بندیزونه جاري کېږي، خو د تهران د تېلو دوو سترو پېرودونکو چین او هند د واشنګټن له غوښتنې سره چې له ایرانه دې د تېلو اخیستل بند کړي، مقاومت کړی او استدلال کوي چې په نړۍ کې نورې کافي منابع نهشته چې د دغو تېلو ځای ونیسي.
واشنګټن د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه تر وتلو وروسته پر تهران یو لړ بندیزونه بېرته لګولي چې دغه نوي هم د دې لړۍ یوه برخه ده.
چین چې د ایران د تېلو یو ستر پېرېدونکی دی، په ښکاره ویلي چې د دغه تړون درناوی کوي او د واشنګټن له ګواښ سره سره به له ایرانه د تېلو اخیستو ته دوام ورکړي.
واشنګټن ګواښ کړی چې هغه چینایي کمپنۍ به چې د امریکا له بندیزونو څخه سرغړونه کوي، د امریکا له مارکېټونو څخه بېبرخې کړي.
چین د ورځې له ۵۰۰ زرو نه تر ۸۰۰ زرو بېرلو پورې تېل له ایران څخه واردوي چې ارزښتیې په میاشت کې شااوخوا یو نیم میلیارده ډالره دی.
د چین اقتصادي قدرت ته په پام سره چې په نړۍ کې له امریکا وروسته دوهم ځای لري، د نورو هېوادونو په نسبت د امریکا د عکسالعملونو زیاته پروا نهلري او پیکېنګ هم په اوس وخت کې له واشنګټن سره د سوداګرۍ په یوه جګړه کې ښکېل دی.
هند د ایران د تېلو دوهم ستر پېرېدونکی دی چې له تهران سرهیې په عنعنوي توګه ټینګې اړیکې ساتلې دي.
د امریکا د بندیزونو په اړه د هند رسمي دریځ دا دی چې یو اړخیز بندیزونه چې د ملګرو ملتونو لهخوا نهوي لګول شوي، په رسمیت نهپېژني.
نوې ډېلي پهدې وروستیو کې له واشنګټنه غوښتي چې له ایرانه د تېلو د وارداتو د بندولو په برخه کې دې له دغو بندیزونو مستثنی شي چې وکولای شي له دې هېواده تېل وارد کړي.
هند بیا په یوه حساس وضعیت کې ځکه دی چې د خپلو اړتیا وړ تېلو په سلو کې ۸۰یې له ایرانه واردوي.
د هند یوې دولتي سرچینې روېټرز ته ویلي چې نوې ډېلي واشنګټن ته ویلي چې د تېلو لوړې بیو او مخ په زیاتېدونکو لګښتونو ته په پام سره په نږدې راتلونکي کې نهشي کولای چې له ایران نه د تېلو واردات صفر ته ورسوي.
دغې سرچینې ویلي چې له ایرانه د تېلو واردات ځکه نهشي بندولی چې بدیلې منابعې یې ډېرې ګرانې دي.
د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیر د دوشنبې په ورځ وویل چې دی ګومان نهکوي چې د ایران د تېلو صادرات به په ورځ کې له یو میلیون بېرلو تېلو نه راولوېږي.
مخکې تر دې چې امریکا پر ایران بندیزونه بېرته ولګوي، د اپرېل په میاشت کې د دې هېواد د تېلو صادرات اوج ته یعنې د ورځې دوه نیم میلیونه بېرله تېلو ته رسیدلي وو.
روانه میاشت په نړیوالو مارکېټونو کې د یوه بېرل تېلو بیه ۸۷ ډالرو ته چې په وروستیو څلورو کلونو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده، وخته.
د روېټرز په لیکنه پهدې اړه اندېښنو ته په پام سره د امریکا حکومت تر هغو چې روسیه او سعودي عربستان راتلونکي کال مارکېټونو ته د تېلو په تولیداتو کې د زیاتوالي ژمنې کوي، پر دې غور کوي چې یو شمېر هېوادونه د ایران د تېلو له پېرلو استثنا کړي.
د دې لپاره چې هېوادونه دغه امتیاز ترلاسه کړي، د امریکا د خزانې وزیر سټیوین منوچین روېټرز ته ویلي چې دوی باید لومړی له ایرانه د تېلو واردات په سلو کې څه باندې ۲۰ کم کړي، هغه اندازه چې یو شمېر هېوادونو مخکې پر ایران د لګول شویو بندیزونو په ترڅ کې مراعات کړې وه.