کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو او دغهشان د مسکو د غونډې په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ولسي جرګې د وروستیو انتخاباتو د ستونزو، درغلیو او بېکفایتیو بل اړخ چې زموږ ولسیې نوی تجربه کوي د انتخاباتو د اړوندو کمېسیونونو برالا مخالفت دی.
ورځپاڼه لیکي:
دغه مخالفت خپل دلایل لري، اسانه او ساده هم نهدي.
متأسفانه د دغه ټکر درنه بیه به بیا هم ولس ادا کوي، ځکه چې په ټوله کې به نهیوازې د ولسواکۍ تجربه په ولس کې ډېره بدنامه او ناکامه شي، بلکې ټول نظام به د بدنامۍ وروستۍ څنډې ته کړي.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، لانجه بیا هم د درغلیو او بېکفایتیو پر سر ده او پایلهیې بیا هم دا ده چې له وچو سره به لانده هم سوځي.
دی وړاندې په سرمقاله کې لیکي، که د انتخاباتو د کمېسیون نظر عملي کېږي هغه صندوقونه به هم اعتبار پیدا کړي چې په کورونو کې ډک شوي دي او که د شکایتونو د اورېدو کمېسیون نظر عملي کېږي معنی دا چې له بایو مټریک سیستم نه بهر ډېرې پاکې رأیې هم باطلېږي.
انتخاباتي کمېسیونونه باید د قانون په رڼا کې د رأیو پایلې اعلان کړي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید د قانون په رڼا کې د رأیو پایلې اعلان کړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، دښمن هڅه کوي چې د خپلو کسانو په واسطه دا انتخاباتي پروسه باطله او نهمنونکې وښيي، نو ځکه باید انتخاباتي کمېسیونونه د قانون له مخې عمل او پهدې توګه د خلکو امانت ته چې د ولس پاکې رأیې دي، درناوی وکړي.
هېواد په خپل یو مطلب کې د مسکو د غونډې په اړه هم لیکلي دي.
د مطلب لیکوال لیکي:
پر طالبانو د روسیې د فشارونو په نتیجه کې طالبان به هم د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې پهدغه غونډه کې به افغانستان، پاکستان، هند، ایران، چین او امریکا هم ګډون ولري او دا ځل به د افغانستان د سولې په اړه رغنده پرېکړې وکړي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت په محوریت ترسره شي.
په سرمقاله کې راغلي، ټاکل شوې چې په روسیه کې د سولې لپاره غونډه جوړه شي، پهدې اړه خبرې روانې دي او د کابل او مسکو ترمنځ همغږۍ پیل شوې دي.
ورځپاڼه لیکي ټولې هڅې روانې دي چې که خدای کول تر ۴۰ کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې سوله راشي او موږ له دغو خبرو ملاتړ کوو.