د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۳

ایا د غزني امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی؟

د افغانستان ولسي جرګه یو وار بیا له افغان امنیتي بنسټونو غواړي چې د غزني ولایت د امنیت د ټینګښت په هدف اقدام وکړي، که نه د دوی په وینا یاد ولایت به د وسله‌والو مخالفینو لاسونو ته ولوېږي.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» په عمومي غونډه کې په دې اړه د اندېښنو په څرګندولو سره وویل، د امنیتي بنسټونو ترمنځ د نه‌همغږۍ او کمزوري مدیریت له امله د غزني امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

د دې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل:

"د غزني د امنیتي ستونزې په اړه تېره ورځ موږ خبر ترلاسه کړ چې وسله‌والو مخالفینو د دې ولایت په دوه ولسوالیو کې پر سیمه‌ییزو کسانو حمله کړې، داسې نه‌شي چې یو وار بیا دغلته لوی ناورین رامنځته شي، له امنیتي بنسټونو غواړم چې ډېر ژر باید په‌دې اړه عمي اقدامات وکړي چې د یوه ناورین مخه ونیول شي."

په ولسي جرګه کې د غزني استازو وویل چې دوی یاده مسئله په وار وار د امنیتي بنسټونو له مسؤلینو سره شریکه کړې، خو لا هم د غزني یو شمېر ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو په لاس کې دي او حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.

په ولسي جرګې کې د دې ولایت دوو تنو استازو عبدالقیوم سجادي او محمد عارف رحماني وویل:

"زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې زموږ امنیتي مسؤلین باید د دې قضیې په اړه مسؤلانه اقدام وکړي او خدای مه‌کړه له داسې یو ناورین نه چې عام خلک دې په‌کې په ډله‌ییز ډول ووژل شي مخه ونیول شي."

"د غزني ډېری ولسوالۍ سقوط شوي، که حکومت او امنیتي ځواکونه دغه مسئله پټوي، غلطي کوي."

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د غزني د امنیتي وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنه څرګندوي چې افغان ولسمشر تازه د کابینې په غونډه کې لوړپوړو حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې په‌دغه ولایت کې دې د ولسي جرګې انتخاباتو ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د روان لمریز کال د زمري په میاشت کې پر غزني ښار ډله‌ییزه حمله وکړه او د دغه ښار ځینې برخې یې ونیولې.

له دې حملې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني غزني ته د سفر پر مهال وویل چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په هدف پياوړې اراده موجوده ده.

له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د بدخشان، پکتیا او ارزګان استازو په خپلو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د فعالیتونو په اړه هم اندېښنه ښکاره کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه به په بشپړې وړتیا سره د غزني د امنیت لپاره هڅې وکړي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

نوموړي زیاته کړه:

"غزني ولایت ته مو زیات ځواکونه استولي، په دغه ولایت کې ځمکني او هوايي عملیات روان دي، له دې وړاندې مو د دې ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې هوايي حملې کړې وې چې په ترڅ کې يې د اتو وزیرستانیانو په ګډون ۱۵ وسله‌وال مخالفین وژل شوي، یعنې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه شته او ولسمشر هم امنیتي سکټور ته لارښونه کړې چې د غزني امنیتي وضعیت ته پام وکړي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو افغان کارپوه حی ګل سلیمان‌خېل د افغان امنیتي ځواکونو کاري کړنې ستايي، خو زیاتوي چې اساسي ستونزه د امنیتي ځواکونو ترمنځ په نه‌همغږۍ کې موجوده ده.

د ده په وینا که امنیتي ځواکونه همغږي او ملي شي او همدا شان له سیاسته راووځي کولای شي د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې ودرېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG