د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۶

د غزني ولایتي شورا: ځیني چارواکي د سیمې د استخباراتو په خوښه ټاکل کېږي

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامران
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامران

د غزني د ولایتي شورا غړي ادعا کوي، په افغانستان کې د چارواکو بدلون د افغان چاوراکو او افغان ولس په خوښه نه، بلکې د سیمې د استخباراتي کړیو په خوښه ترسره کېږي.

د دغه شورا مرستیال امان‌الله کامران په غزني کې د امنیه قوماندان جنرال فرید احمد مشعل له غزني څخه د مخه ښې په غونډه کې وویل:

"د سیمې د استخباراتي کړیو په خوښه په افغان دولت کې دننه ځیني عناصر هڅه کوي چې د کار خلک له کاره ګوښه او د دوی د خوښې کسان په دندو وګومارل شي، پنځه شپږ کاله کېږي په غزني کې ترور کېده، په یوه نیمه میاشت کې ۷۵ کسان ترور شول، خو چې دغه قوماندان راغلی، د ترور مخه‌یې نیولې ده، همدا ډول لسګونه نورې ښېګڼې هم لري."

جنرال فرید احمد مشعل له پنځو میاشتو وروسته له دندې ګوښه شو
جنرال فرید احمد مشعل له پنځو میاشتو وروسته له دندې ګوښه شو

جنرال فرید احمد مشعل په غزني کې د اګسټ میاشتې د ۱۰مې نېټې له سختې جګړې وروسته د سمون‌والۍ له رتبې څخه د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه چې د غزني د خلکو په وینا په دغه ځای کې یې د خلکو په زړونو کې هم ځای وموند.

د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له پنځو میاشتو وروسته له دندې ګوښه او پر ځای یې داوود تره‎خېل د ده ځای ناستی وټاکل شو چې امکان لري د چهارشنبې په ورځ به خپله دنده پیل وکړي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG