د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

بولټون: واشنګټن به د سختو بندیزونو له لارې ایران تر فشار لاندې راولي


متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټون​ ویلي دي چې واشنګټن به د سختو او زیاتو بندیزونو له لارې ایران تر فشار لاندې راولي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون​ وايي، واشنګټن غواړي د ایران د اټمي فعالیتونو د دوام او په منځني ختیځ او نړۍ کې د تهران د مضر فعالیت له امله پر دې هېواد زیات نه زیات فشارونه راولي.

ښاغلي بولټون​ د پنجشنبې په ورځ په یروان کې د ارمنستان له صدراعظم سره تر کتنې وروسته له ازادي راډیو سره به ځانګړي مرکه کې وویل، ایران د نړیوال ترورېزم اساسي تمویلونکی دی او د تهران دا چلند باید بدل شي.

نوموړی وايي:

"موږ غواړو پر ایران زیات نه زیات فشار راوړو، ځکه د اټمي وسلو له پروګرام لاس نه اخلي. ایران د نړیوال ترورېزم اساسي تمویلونکی دی. موږ د ایران د لېرې واټن ویشتونکو میزائیلو د پروګرام او په عراق، سوريې او نوره نړی کې د دې هېواد د پوځي فعالیتونو له امله اندیښمن یو."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، واشنګټن نه غواړي چې پر ایران د بندیزونو د پراخولو په بهیر کې د متحده ایالاتو ملګري هېوادونه زیان وویني.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټون​ یوازې دوه ورځې وروسته تر هغې پر ایران د فشارونو د زیاتولو خبرداری ورکوي چې امریکا،سعودي عربستان او د خلیج پینځو هېوادونو په روانه اوونۍ کې یو شمېر ایراني وګړي افغان طالبانو ته د مالي سرچینو د برابرولو په قضیه کې په تور لېست کې شامل کړل.

امریکايي او سعودي چارواکو ویلي دي چې په تور لېست کې په شامل شویو ایرانیانو کې د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب د بهرنۍ څانګې قدس ځواک دوه افسران هم شامل دي.

ایران بیا سعودي عربستان تورن کړی دی چې پر تهران د بندیزونو له لارې هڅه کوي چې په ترکیه کې د سعودي په کنسولګری کې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو له قضيې د خپلو خلکو او نړیوالو ټولنې پام واړوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت او پر تهران يې نوي بندیزونه اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG