د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۸

مشرانو جرګه: امریکایان دې د پاکستان په وړاندې په خپله ستراتېژۍ بیا غور وکړي

وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته خبرداری ورکړ چې باید په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه وتړي، د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، تر کومه چې پاکستان تر جدي او عملي فشار لاندې رانه‎شي، وضعیت په افغانستان کې بدلون نه‌مومي.

د مشرانو جرګې دوهم منشي فیصل سمیع وايي، له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ په تړاو کافي اسناد او شواهد موجود دي چې امریکا یې باید پر بنسټ د اسلام‎اباد په وړاندې جدي اقدام وکړي.

ښاغلي سمیع د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، د دې وخت رارسېدلی چې امریکا له ترهګرۍ نه د پاکستان د ملاتړ له امله له هغه هېواد سره په جدي ډول حساب وکړي.

دی وايي:

"امریکان باید د پاکستان په وړاندې په خپله ستراتېژۍ له سره غور وکړي، تر کومه چې پاکستان عملاً تر تحریم او ګواښ لاندې رانه‎وړي، زه فکر کوم چې د افغانستان ستونزه نه‌هوارېږي او امریکا به هم د افغانستان په جګړه کې ناکامه پاتې شي. موږ پاکستان سره د امریکا حساب کتاب ته په تمه یو، ځکه ۱۷ کله په دې سناریو تېر شوي او زموږ خلک ستړي شوي دي."

ښاغلی سمیع ټینګار کوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې اسلام‎اباد په ښکاره ډول له ترهګرۍ ملاتړ کړی دی، خو نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا د پاکستان په وړاندې له نرمښته کار اخیستی دی.

موږ پاکستان سره د امریکا حساب کتاب ته په تمه یو.

دا په‎داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تازه ویلي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پناه ځایونه باید د پاکستان له‎خوا وتړل شي او د نوموړي په خبره د واشنګټن پیغام تر دې څرګند نه‎شي کېدای.

ښاغلي پامپیو د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د رول په اړه ویلي، که پاکستان په‎دې برخه کې رښتینی عمل ونه‎کړي امریکا به ورسره حساب وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني چارواکو سره خپلو لیدنو کتنو ته په پام سره ویلي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په سیاستونو کې بدلون نه‎دی راغلی او پاکستان باید د ترهګرو په امن پټن‎ځای بدل نه‎شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په‎داسې حال کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته وویل چې دغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او مجرمین باید د محاکمې په هدف افغانستان ته وسپارل شي.

خو د ياکستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر غني دا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې د دغې ادعا د ثبوت لپاره باید قوي شواهد او استخباراتي اطلاعات له اسلام‎اباد سره شریک شي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي چې اسلام‎اباد تر بل هر وخت زیات له جدي فشارونو سره مخ دی، خو نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د سیاست د بدلون لپاره باید د هغه هېواد په وړاندې عملي اقدامات وشي.

رحیم زیاته کړه:

"لومړی ځل دی چې موږ وینو پاکستان د افغانستان په قضیه کې تر سختو فشارونو لاندې دی، مخکې تر دې پاکستان دا شان فشارونه نه‎وو تجربه کړي، اوس له فوق‌العاده فشارونو سره مخ دی او طبیعي ده چې خپل اغېز به ولري، ځیني نورو جدي اقداماتو ته هم اړتیا ده څو هغه هېواد اړ شي او خپله پالېسي بدله کړي."

امریکا د تېر کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه چې په‎کې په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو د له‌منځه وړلو په هدف پر هغه هېواد پر فشارونو هم ټینګار شوی دی.

خو افغان چارواکي وايي چې پاکستان لا هم د ترهګرو له ملاتړ لاس نه‎دی اخیستی، هغه څه چې د امریکا د صبر کاسه‌یې هم ډکه کړې او اوس ولیدل شي چې واشنګټن به د اسلام‌اباد په وړاندې کوم جدي او عملي اقدام کوي.

راپور: اجمل تورمان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG