د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۵

افغانستان کې د جنګېدونکو افراطي ډلو په اړه پاکستان ته د امریکا خبرداری!

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ چې پر خپله خاوره د هغو افراطي ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې جنګېږي.

پامپیو وویل، واشنګټن پر پاکستان مخکې هم فشار راوستی او په‌دې مسئله کې یې مسؤل ګڼلی شي.

پامپیو وویل:

"موږ توقع لرو چې پاکستان به پر خپلو لوېدیځو پولو ترورېستانو ته د تګ راتګ او تم کېدو موقعې نه‌ورکوي. موږ تر دې زیات واضح پيغام نه‌شو پاکستان ته ورکولای، که پاکستان دا کار ونه‌کړي او صادقانه عمل ونه‌کړي، مسؤل به وګڼل شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو

​د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه وویل چې له خونړیو حملو سره هم ډېرو افغانانو ګډون په‌کې وکړ چې امریکا ته د خوشبیني وړ پرمختګ دی.

مایک پامپېو پرون همداراز په افغانستان کې د حکومت او وسله‌والو طالبانو د روغې جوړې د امکان په اړه وویل:

"ټول په افغانستان کې روغه جوړه غواړي او د دې لپاره تاسو نه‌شئ کولای چې طالبانو، د حقاني شبکې او په پاکستان کې نورو داسې ډلو ته خوندي ځایونه ورکړئ."

واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې شکایت لري چې پاکستان هغه افراطي ډلې تغذیه کوي چې په افغانستان او هند کې حملې کوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تېره میاشت له دې امله د پاکستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته هم وځنډوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې پر پاکستان‌یې د مسؤلیت راوستلو لپاره په بې‌ساري ډول زیات فشار اچولی او هیله‌یې څرګنده کړه چې پاکستان به هغه هدف چې دوی ورته ټاکلی، لاس ته راوړي.

مايک پامپیو وویل:

"موږ تر دې واضح نه‌شو ورته ویلی. هیله لرو چې پاکستان به دې هدف ته د رسېدو لپاره صادقانه هڅه وکړي."

خو پاکستان مکرراً ادعا کوي چې په خپله خاوره کې د وسله‌والو ډلو پر ضد په مبارزه کې يې ډېره قرباني ورکړې ده.

پاکستان همداراز ویلي چې د افغانستان له حکومت سره مذاکرو ته د طالبانو په حاضرولو کې مرسته کولای شي.

پاکستان د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د امریکا له نږدې متحدانو ګڼل کېده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG