د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ځوانان او فعالان: د خوست والي دې ګوښه او څارنوالۍ ته وروپېژندل شي


د خوست والي حکم خان حبیبي سره د لفظي شخړې عکس
د خوست والي حکم خان حبیبي سره د لفظي شخړې عکس

د خوست والي حکم خان حبیبي او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون ترمنځ د فاتحې د بنر پر سر لفظي شخړه هغه مهال په ټولنیزه میډیا کې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوه چې ظاهراً خوست والي وايي، عبدالجبار قهرمان د ده لپاره قهرمان نه‎دی.

یاد لفظي برخورد په کندهار او هلمند کې د وژل شویو درېیو افغان جنرالانو د فاتحې په پیل کې د هغه بنر پر سر رامنځته شوه چې یوازې د کندهار د پېښې د وژل شویو جنرالانو نومونه په‎کې لیکل شوي وو، خو د ولسي جرګې د لومړي معاون غوښتنه دا وه چې د درې واړو وژل شویو جنرالانو نومونه دې په‎کې ولیکل شي.

له یاد جنجاله وروسته د همدې ورځې ناوخته مازدیګر د خوست یو شمېر مدني فعالان او ځوانان په یوه خبري ناسته کې راټول شول او له افغان حکومته‌يې وغوښتل چې یاده قضیه وڅېړي.

د خوست د ولایتي شورا رئيس کفیل ریحان وویل:

"خوست والي نه‌یوازې دا چې د هېواد یو وطن‎پرست جنرال شهید قهرمان ته سپکاوی کړی، بلکې د ولسمشر د وینا خلاف‌يې د ټولو ولسونو احساساتو ته سپکاوی کړی، موږ له جمهور رئيس څخه غواړو چې خوست والي د یاد برخورد په تور له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته‌يې معرفي کړي."

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد امیر بهیر په‎دې لفظي شخړه خواشیني څرګنده کړه او ويې‌ویل، ولسمشر عبدالجبار قهرمان د وطن قهرمان یاد کړی، خو دلته یو حکومتي چارواکی برعکس څرګندونې کوي.

ده وویل:

"بدبختانه د فاتحې په مراسمو کې ما هغه الفاظ واورېدل چې انساني کرامت ته سپکاوی په‎کې وشو، دا یو انسان سره بیا خاصتاً د یو دولتي چارواکي سره نه‌ښايي، په‎داسې حال کې چې ولسمشر عبدالجبار قهرمان ته د قهرمان خطاب کړی او دلته‌يې موږ د یو خاین او قاتل په نوم یادوو، زه فکر کوم چې دا به د ده او د ولسمشر د څرګندونو سره ډېر په ټکر کې یو اقدام وي."

د غونډې د ګډونوالو درې ماده‎ییز پرېکړه‎لیک د مدني فعال فریدالله قربان له‎خوا ولوستل شو چې په یوه برخه کې يې راغلي دي:

"د هېواد دروند ولسمشر ښاغلي اشرف غني دې، د هېواد د شهید عبدالجبار قهرمان توهین کوونکی والي حکم خان حبیبي لاس په لاس له دندې ګوښه او د تحقیقاتو لپاره دې څارنوالۍ ته معرفي کړي، نوموړي نه‌یوازې د هېواد د اتلو شهیدانو سپکاوی کړی، بلکې د ولسمشر د هغو ویناوو مخالفت‌يې کړی چې د جبار قهرمان په جنازه باندې يې کړي دي."

بل لور ته خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وايي چې د جنازې یاد مراسم یوازې د کندهار د پېښې وژل شویو جنرالانو لپاره نیول شوي وو او په‎دې کې جبار قهرمان نه‌و شریک.

د خوست والي پوهندوې حکم خان حبیبي
د خوست والي پوهندوې حکم خان حبیبي

ده وویل، د دې مسئلې مقابل اړخ غوښتل چې د فاتحې مراسم ګډوډ کړي.

ښاغلی حبیبي زیاتوي:

"دلته د شهید قهرمان موضوع اصلاً مطرح نه‎وه، دا چې یو چا مطرح کړه د مشکل لپاره او د شهید له نومه د خپلو ګټو په خاطر سیاسي استفاده پورته کوي، که نه دوی سره نه د قهرمانانو مسئله مطرح وه، که د قهرمان مسئله ورسره مطرح وی، دوی به‌يې په ډېر عزت خپله فاتحه اخیستې وی، غوښتل‌يې چې زموږ د فاتحې مراسم ګډوډ کړي او د ځوانانو له احساساتو څخه د خپلو شومو اهدافو په خاطر ګټه پورته کړي، نو بناءً دلته د شهید عبدالجبار عکس ته د سپکاوي مسئله هېڅ‌چا نه‎ده کړې، هېڅ سند هم نه‌شته او هېڅ‌څوک به‌يې پیدا هم نه‎کړي، موږ ورته په ټوله معنی احترام لرو."

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون بیا وايي چې دوی له مخکې ولایتي ادارې سره داسې تفاهم کړی وو چې په‎دې ځای کې به د ټولو وژل شویو جنرالانو فاتحه اخلي، خو کله چې دوی تالار ته راغلل، نو بنر ولایتي ادارې لګولی وو چې په هغه کې د دې جنرالانو نه‌یوازې انځورونه نه‌وو، بلکې د عبدالجبار قهرمان یادونه هم په‎کې نه‎وه شوې.

همایون همایون
همایون همایون

همایون همایون زیاته کړه:

"دا بنر چې ما غوښتل په ډېرې ارامۍ سره‌يې لیرې کړم او دغه بنر چې زموږ شا ته دی، دغه بنر ولږوم، ده‌يې مخالفت وکړ، ده قهرمان ته دا خطاب وکړ چې د افغانستان د ولسونو وینې څښلي دي، ده وویل چې جبار قهرمان زما لپاره قهرمان نه‌دی، که تاسو دا وېډیو دقیقه وګورئ، نو هغه الفاظ چې ده کارولي دي، فکر کوم چې د یووالي لپاره مناسب نه‎دي."

بل لور ته د افغانستان د سیمه‎ییزو ارګانونو اداره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ظاهراً په‎دې وېډیو کې د شهید عبدالجبار قهرمان بې‌احترامي شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، شهيد عبدالجبار قهرمان د دې وطن د ولسواکۍ شهيد او شهید جنرال عبدالرازق خان د دې خاورې د خپلواکۍ په لار کې په شهادت رسېدلی او د دوی دواړو په ګډون د وطن د لارې د هېڅ شهید سپکاوی د هېڅ‌چا له‌خوا نه‌مني.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG