د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په کندز کې د ولسي جرګي دټاکنو بهېر په ښه توګه جریان لري


په کندز ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر چارواکي وايي چې په کندز کې د ټاکنو بهیر په ښه توګه جریان لري.

په کندزکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس محمدرسول عمر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې ۲۲۰ ټاکنیز مرکزونه په پام کې نیول شوي وو، خو د امنیتي ګواښونو له کبله له دغه شمېر څخه اوس مهال یوازې ۸۶ د رایې ورکولو مرکزونه فعال دي:

"تاسې ګورئ چې خلک راغلي خپلې رایې کاروي او په کندز ښار کې ۳۵ ټاکنیز مرکزونه دي او ټولو مرکزونو ته حساس او غیر حساس مواد رسېدلي دي او کوم خاص مشکل نشته او له خلکو غواړم چې راشي او په دغې پروسه کې برخه واخلي او خپلي رایې وکاروي. "

په ورخت کې خلک بیا وايي چې په شمېر ټاکنیزو مرکزونو کې د رایې ورکولو بهیر ډېر پڅ جریان لري، خو بیا هم خلک په ډېره لېوالتیا سره انتظار باسې، څو د خپل د خوښئ کاندید ته رایې ورکړي.

د دې ولایت دوتنو اوسېدونکو محمد زمان او نصیر احمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه دلته له خپلو دوستانو سره راغلی یم او غواړم خپله رأیه وکاروم، خو لږشانته امنیتي ګواښونه هم موجود دي او زیات شمېر خلک د امنیتي ګواښونو له کبله له خپلو کورونو نه دي راوتلي او امنیتي ځواکونه هڅې کوي چې امنیتي ګواښونه دفع کړي."

"موږ په ټاکنیزو مرکزونو کې خپلي رأيې وکارولې، خو لږ شانته بې نظمي او ګډوډي په ټاکنیزو مرکزونو کې شته، نو خدای دي وکړي چې شفافیت په پام کې ونیول شي، څو حق حقدار ته وسپارل شي."

په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس محمد رسول عمر وايي چې یوازې د دې ولایت په قلعه زال، کلبات او ګل تپې ولسوالیو کې د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله انتخابات نه ترسره کېږي.

او دغه راز نن سهار د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په اب فروشان سیمې کې یو ټاکنیز مرکز سره له ټاکنیزو توکو د وسله والو مخالفانو له خوا وړل شوي دي.

که څه هم نن سهار راهیسې د کندز ښار په نېږدې څنډو کې او د دې ولایت په ولسوالیو کې وسله والو طالبانو خپل مسلحانه تحرکات پیل کړي او دغه راز د کندز ښار د طالبانو د توغول شو توغندیو شاهد هم وو.

خو بیا د کندز د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې تراوسه پورې دغه روغتون ۴۰ ټپیان او دوه مړي راوړل شوي دي چې ډېره برخه یې ملکي وګړي جوړوي او دغه راز له تېرې ورځي راهیسې د کندز – تخار لویه لاره هم د وسله والو طالبانو د تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

خو د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې دوی د دې ولایت په کچه د وسله والو طالبانو تحرکات یې دفع کړي دي او له خلکو غواړي چې په پوره قوت سره په دغه ملي بهیر کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG