د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

په څو شېبو کې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پیلېږي


په څو شېبو کې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پیلېږي.

نن شنبه د تلې ۲۸ مه، له کندهار او غزني پرته په ۳۲ ولایتونو کې د رایو ورکولو مرکزونه د خلکو پرمخ پرانیستل کېږي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان دانتخاباتوخپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د راییو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې درایي ورکونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پېدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

XS
SM
MD
LG